د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۱۷

اېنډېپنډنټ: ټرمپ د افغانستان پلان تهدید کړ


  • اېنډېپنډنټ

ټرمپ د افغانستان پلان تهدید کړ، دا د اېنډېپنډنټ انلاين خپرونې د مقالې عنوان دی.

په‎دې مقاله کې د روېټرز خبري اژانس له قوله ويل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه چې له مخې يې امریکا له ايران سره له اټمي موافقې ووته، د افغانستان د چابهار اقتصادي پروژه له تهديد سره مخامخ کوي.

په مقاله کې راغلي چې دا اقدام همداراز په افغانستان کې د امريکا ستراتېژي چې هدف‎يې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودل دي، هم له خطر سره مخامخ کوي.

د چابهار پروژه د هندوستان په مرسته افغانستان لپاره د ټرانسپورتي دهلېز جوړولو لپاره د پرمختګ په حال کې ده.

د خپرونې په وينا، دا پروژه افغانستان ته د میليونونه ډالرو په لګښت د سوداګرۍ زیاتولو وړتیا لري او پر پاکستان له اتکا څخه د افغانستان مخه نيسي.

  • بلومبرګ خپرونه

بلومبرګ خپرونې د افغانستان په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران له اټمي موافقې د خپل هېواد د ايستلو پرېکړه وکړه، ایران خطرناک عکس‌العمل ښودلی شي او دا به تر ډېره په منځني ختيځ کې وي.

بلومبرګ خپرونې په مقاله کې لیکي چې دا عکس‎العمل ښايي پر اسرائيلي اهدافو له حملو نيولې، د حزب‎الله ډلې د ملاتړ زياتولو پورې وي.

مقاله لیکي:

په افغانستان کې مخکې له مخکې لا ايران او طالبان د امریکا د حضور مخالفت کوي او ځيني ډیپلوماتيک او نظامي همکارۍ یې سره کړي.

ايران له طالبانو سره د نظامي مرستو خبره رد کړې ده.

ايران ته د واشنګټن پر وړاندې د طالبانو ملاتړ تر ډېره ارزانه پرېوځي.

بلومبرګ ليکي:

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې طالبانو په ايران کې خپل دفتر پرانیست.

د يادولو وړ ده، کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د طالبانو مشر ملا منصور د پاکستان په بلوچستان کې د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، د راپورونو له مخې دی له ايرانه پاکستان ته ننوتلی و.

بلومبرګ هغو راپورونو ته هم اشاره کړې چې له مخې يې تهران ځينو طالبانو ته په ایران کې نظامي روزنه ورکوي.

مقاله لیکي، ايران ته د واشنګټن پر وړاندې د طالبانو ملاتړ تر ډېره ارزانه پرېوځي.

مقاله همداراز وايي چې په افغانستان کې د امريکا د لوی دښمن چې طالبان دي، ملاتړ ښايي په افغانستان کې د امریکا هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG