د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۳

ولسمشر غني ته پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په اړه ابتدايي راپور وړاندې شو


په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید په درېیمه ورځ هم افغان چارواکي د دې برید د څرنګوالي په اړه په څېړنو بوخت وو.

د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» هم خبریالانو ته اجازه نه‌ورکول کېده چې د هوټل دننه رامنځته شوې ویجاړۍ له نږدې وګوري.

روېټرز خبري اژانس وايي، په هوټل کې دننه د امنیتي چارواکو غونډه روانه وه.

اخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د پېښې په اړه د څېړونکې ډلې له‎خوا ابتدايي راپور وړاندې شو.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
  • ازادي راډیو د ولسمشر له سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي څخه وپوښتل چې د دې ابتدايي راپور جزئیات څه وو؟

نوموړي وویل:

"فعلاً د څېړنو دا راپورونه په ابتدايي مرحلو کې دي چې د مرګ ژوبلې شمېره ده. دا چې دا یوه پېچلې حمله وه، هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري. د برید د څرنګوالي جزئیات به په وروسته مرحلو کې له تاسو شریک شي."

په عین حال کې د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې د ځینو عیني شاهدانو له خولې ویلي چې تر برید مخکې د دې هوټل په امنیت کې څرګندې خلاوې موجودې وې.

دې خبري اژانس ته د ټیلیکام شرکت یو چارواکي عزیر طیب چې تر برید مخکې هوټل ته ورغلی او د برید پر مهال‌یې د یوې ستنې تر شا پناه اخیستې وه ویلي:

"په هغه ورځ موږ ته وویل شول چې د تالاشۍ د بکسونو د اسکن ماشین کار نه‎کوي."

نوموړي ویلي، هوټل ته تر ننوتلو دمخه‌یې د اسکن په خونه کې کوم وسله‎وال ګارډ هم ونه‌لیده او زیاته کړې یې ده چې د ده بکسونه تالاشي نه‎شول.

د فرانسې خبري اژانس په کابل کې د خپل خبریال او موټر چلوونکي له خولې هم وايي چې د شنبې په سهار دوی دې هوټل ته ورغلي وو او دوی هم هوټل ته د تلو په لار کې تالاشي سر سري بللې ده.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

فعلاً د څېړنو دا راپورونه په ابتدايي مرحلو کې دي.

د کابل-بلخ په نوم یو خصوصي امنیتي شرکت څو اوونۍ مخکې د دې هوټل د امنیت مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو.

روېټرز خبري اژانس د دې شرکت د مشر سید رحیمي د یوې اعلامیې په حواله ویلي:

"دا به ډېر وختي وي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه نتیجې ته ورسېږو."

نوموړي د روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

"موږ د حکومت له څېړنو سره په بشپړه توګه مرسته کوو او تر دې زیات د ویلو څه نه‎لرم."

د حکومت یو لوړپوړي چارواکي چې په دې اړه څېړنو کې برخه لري او د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د هوټل ساتونکو ډېر کم مقاومت کړی.

دې امنیتي چارواکي ویلي، د برید پر مهال ۱۵ تنه ګارډان نوکري وو، خو له دوی یو هم د بریدګرو په وړاندې نه‎دی درېدلی.

د دې افغان چارواکي په وینا، د هوټل ساتونکو یا ننداره کوله او یا یې ځانونه پټ کړي وو.

راپورونه وايي چې پنځه بریدګر چې د ملي اردو یونیفورم‌یې په تن وو، د هوټل د تالاشیو له دوو پوستو تېر شوي.

ولسمشر غني ته د انټرکانټیننټل هوټل د برید په اړه راپور وړاندې شو
ولسمشر غني ته د انټرکانټیننټل هوټل د برید په اړه راپور وړاندې شو

دوی په هغه برید کې چې د شنبې د ماښام څخه‌یې د یکشنبې د ورځې تر ماسپښین پورې دوام وکړ د ۱۴ بهرنیانو په شمول لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او تر ۱۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» وویل چې په مړو او ژوبلو کې امریکايي اتباع هم شامل دي، خو د شمېر په اړه‌یې جزئیات نه‎دي ورکړي.

د برید په نورو بهرنیو قربانیانو کې د اوکراین، وینزویلا، جرمني او قرغزستان وګړي شامل وو چې ګڼ‌یې د کام ایر د هوايي شرکت کارکوونکي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG