د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د افغانستان وضعیت به کله هم د عراق په شان نهشي، خو اړتیا ده چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، افغانستان اوس یوه پياوړې اردو لري، کوم چې له خپلې خاورې دفاع او د نړیوالو په ملاتړ او همکارۍ ترهګر ځپلی شي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان وضعیت به کله هم د عراق په شان نهشي، افغانستان پیاوړې اردو لري او موږ په تېرو درېیو کلونو کې دا ثابته کړه، خو اړتیا ده چې امریکا او نړیواله ټولنه د هغه ګډ هدف لپاره چې د سولې راتګ او د ترورېزم لهمنځه وړل دي د افغانانو تر څنګ پاتې شي."
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام په دې وروستیو کې ویلي، د افغانستان وضعیت کرکېچن دی او که امریکا ورته پام ونهکړي، د افغانستان وضعیت به له عراق نه لس چنده بدتر شي.
ښاغلي ګراهام دا هم ویلي چې په افغانستان کې نړیواله ترهګري د پراختیا په حال کې ده او تازه داعش ډله هڅه کوي چې د پښو خوندي ځای پيدا کړي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش ډلهیې په افغانستان کې ځپلې او اجازه به ورنهکړي چې په دغه هېواد کې د ځان لپاره خوندي ځایونه پيدا کړي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ خپل چمتووالی لرو، موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم له موږ سره د ترورېستانو په مقابل کې نه په شعار بلکې په عمل کې همکاري وکړي، څو په نړیواله او سیمهییزه کچه ترهګر لهمنځه یوړل شي او سوله راشي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په جګړه کې په نهپرمختګ انتقاد کړی.
د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، لېنډسي ګراهام د افغانستان لپاره د امریکا په پالېسۍ کې محوري کس پاتې شوی او خبرې یې باید له پامه ونهغورځول شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې حاجي سید داود ازادي راډیو ته وویل:
"امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام له افغانستان سره نېږدې اړیکې لري او په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان په پالېسي کې محوري کس دی، که د ښاغلي ګراهام خبرو ته پام ونهشي افغانستان به بیا هم له کړکېچ سره مخ شي او لکه هغه چې ویلي، له عراق څخه به دلته وضعیت زیات خراب شي او امریکا به په افغانستان کې ناکامه شي."
ښاغلی داوود وايي، امریکا باید د افغانستان د امنیت په مسئله کې له پاکستان سره یو حل ته ورسېږي.
مخکښ امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، افغانستان ته باید لا ډېر ځواکونه واستول شي، ځکه په باور یې افغان جګړه د درېیو او څلورو زرو سرتېرو په استولو سره نهشي کابو کېدای او که په دغه هېواد کې د خپلو پوځي قوماندانانو مشورو ته پام ونهشي، امریکا به ماته وخوري.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت دا مهال د افغانستان لپاره د نوې ستراتېژۍ په جوړولو بوخت دی، د افغانستان دفاع وزارت وايي څومره چې دغه ستراتېژي ژر چمتو او عملي شي، د افغانستان د روان امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي.
راپور: رحمتالله افغان