د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

دفاع وزارت: امریکا د افغان جګړې د ختمولو لپاره هر اړخیزې ستراتېژۍ ته اړتیا لري


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، که امریکا د افغانستان لپاره د خپلې کړنلارې په جوړولو کې بيړه وکړي او د دې کړکېچ سیمه‌ییز اړخ په پام کې ونه‌نیسي، دا جګړه پای ته نه‌شي رسولائ.

د دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، امریکا په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر اړخیزې ستراتېژۍ جوړولو ته اړتیا لري.

جنرال دولت وزیري وویل:

"ستراتېژي باید د جنګ لپاره وي چې په افغانستان کې ترورېستان وځپي، خو د سولې ستراتېژي باید وي څو د سولې لپاره لاره پرانیستې پاتې شي، د هغوی ستراتېژي باید پر پاکستان هم فشار راولي چې له ترورېستانو سره مرسته ونه‌کړي او پر هغو استخباراتي کړیو هم باید فشار راولي چې له مختلفو لارو له ترورېستانو سره مرسته کوي."

وزیري: ستراتېژي باید د جنګ لپاره وي.
وزیري: ستراتېژي باید د جنګ لپاره وي.


جنرال وزیري زیاته کړه چې که امریکا د افغانستان لپاره د خپلې کړنلارې په جوړولو کې بیړه وکړي او یوازې پر افغانستان‌یې متمرکزه کړي، په افغانستان کې روانه جګړه پای ته نه‌شي رسېدلائ.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اوس‌مهال په افغانستان کې د جګړې لپاره پر خپله کړنلاره کار کوي.

د هغه هېواد دفاع وزیر جېمز مټېس مخکې ویلي و چې په نوې ستراتېژۍ کې به د جګړې "سیمه‌ییز " اړخ په پام کې ونیسي.

خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکلسن د پاکستان، ایران او روسیې د نفوذ له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

تېره اوونۍ، د امریکايي مطبوعاتو په حواله وویل شول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د روانې جګړې په وړاندې بن بست بې‌حوصلې او غوسه کړی دی.

جېمز مټېس
جېمز مټېس

راپورونه وايي چې ولسمشر ټرمپ د دفاع له وزیر جېمز مټېس او خپلو امنیتي سلاکارانو سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې د جنرال جان نېکلسن پر برطرفۍ غور وکړي.

دې ټولو مسئلو ته په اشاره، په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کتونکی، علي امیري ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ یو لوی دلیل د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو تر منځ د توافق نشتوالی دی.

علي امیري وویل:

"زه هیله لرم چې د ولسمشر ټرمپ اداره به له مسایلو سره جدي چلند وکړي او دا ۱۷ کلنه جګړه به پای ته ورسوي، د سیمې هېوادونه د پخوا په پرتله زیاته بدبیني څرګندوي، پاکستان د امریکا په وړاندې بدبیني زیاته کړې، روسانو مداخله زیاته کړې او غربي ګاوندی «ایران» هم ورته کار کوي، له دې امله، موږ تر هر بل وخت، په سیمه کې د سیاسي اجماع په پرتله، د زیات شدت شاهد یو."

دا لا نه‌ده څرګنده چې د امریکا دفاع وزارت به دقیقاً، څه وخت د افغانستان لپاره خپله نوې کړنلاره اعلان کړي.

د راپورونو په حواله، امریکا د نوې کړنلارې پر اساس، افغانستان د لږ تر لږه څلور زره عسکرو پر استولو هم غور کوي.

XS
SM
MD
LG