د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

دفاع وزارت: امریکا باید په افغان جګړه کې پر پاکستان فشار راوړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په افغان جګړه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د کامیابۍ لپاره پر پاکستان فشار راوړل مهم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو کلونو کې له ترهګرۍ څخه د نه‌ملاتړ په برخه کې پر پاکستان لازم فشار نه‎دی راوړل شوی.

نوموړی وايي، پکار ده چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان په اړه پر خپلې نوې ستراتیژۍ کې دې مسئلې ته پام وکړي او پر پاکستان لازم فشارونه راوړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"هغه څه چې ډېر ضروري و، هغه پر استخباراتي کړیو او یا پر پاکستان فشارونه وو، څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، خو لازم فشار پرې را نه وړل شو او جګړې دوام وکړ، امریکا باید د نوې ستراتیزۍ په جوړلو کې دې مسئلې ته پام وکړي او پر پاکستان لازم فشارونه راوړي، څو هغوی د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي."

دا څرګندونې په داسې کې مطرح کېږي چې د امریکا دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد سنا مجلس ته ویلي چې په افغانستان کې جګړه د کامیابۍ په حال کې نه ده.

جېمز متېس همدا راز ویلي چې طالبانو ښه کال شاته پرېښود او په خبره یې چې دښمن د پراختیا په حال کې دی او په دې برخه کې عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي همدا راز د افغانستان په اړه د امریکا پر اوسنۍ ستراتیژۍ نیوکې کړي او دا یې ویلي چې د امریکا نوې ستراتیژي به تر راتلونکې یوې میاشتې اعلان شي.

بل‎خوا د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، امریکا باید د افغانستان په اړه نوې ستراتیژي داسې چمتو کړي چې د ترهګرو ځالي په هر ځای کې چې وي، له‎منځه یوسي.

د دغې جرګې منشي نجیبي حسیني ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د ستراتیژۍ څرنګوالی باید د افغانانو په ګټه تمام شي.

ښاغلي حسیني وویل:

"دغه ستراتیژي باید داسې چمتو شي چې د پاکستان په ګډون په هر ځای کې چې د ترورېزم او ترهګرو د روزنې مرکزونه موجود وي، د امریکا متحده ایالتونه او ملاتړي یې باید پرې هوايي حملې وکړي او له‎منځه یې یوسې او دا یوه حل‎لاره کیدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د افغان حکومت لپاره د «پر ګټونکې ستراتیژۍ د بایلونکې ستراتیژۍ د بدلون» پېشنهادي مقاله خپره کړه.

په دغه مقاله کې راغلي چې بریا د دښمن د له‎منځه وړلو په معنا نه، بلکې د سیاسي او ستراتیژیکې غلبې او پر د ښمنانو د خپلو غوښتونو د ملنو په معنا هم کېدای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG