د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

دفاع وزارت: افغانستان کې حمله کوونکي تروریستي ډلې بهر مېشتې دي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، ترورېزم بهرنۍ ستونزه ده ځکه هغه تروریستي ډلې چې په افغانستان کې حملې کوي، بهر مېشتې دي او په بهر کې مالي سرچینې لري.

د ملي دفاع وزارت د هغو رپوټونو په اړه په غبرګون کې دا څرګندونې کړي چې وايي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا په نوې کړن‌لاره کې پر پاکستان د فشارونو زیاتولو ته پام شوی دی.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار پر پاکستان د فشار زیاتول او هلته د تروریستانو د ځالو او مالي سرچینو بندول دي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا په کړن‎لاره کې دې مسئلې ته د پام هرکلی کوي.

وزیري: د افغانستان مسئله کورنۍ مسئله نه‎ده.
وزیري: د افغانستان مسئله کورنۍ مسئله نه‎ده.

جنرال دولت وزیري وايي:

"د افغانستان مسئله کورنۍ مسئله نه‎ده بلکه بهرني لاسونه دي چې د تروریستانو ملاتړ کوي او هغوی تمویلوي. که د امریکا متحد ایالات او هغه ټول نور هېوادونه چې له ترورېزمه کړېږي، پر هغو استخباراتي کړیو فشار وارد کړی، زما په فکر دا مسئله حل کېږي. که د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه بهر پر تروریستي حلقو فشار راولي نو ستونزه به ژر حل شي او د افغانستان دفاع وزارت هم له‎دې اقدامه ملاتړ کوي."

واشنګټن ایکزماینر د امریکا د دفاع وزارت د یوه مهم چارواکي په حواله ویلي چې د افغانستان د جګړې په نوې ستراتيژي کې پر هغو تروریستانو تمرکز هم شامل دی چې په پاکستان کې دېره دي.

دې چارواکي له دې امله چې پر کړن‎لاره لا هم کار روان دی، واشنګټن ایکزماینر ته د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ویلي چې د حقاني شبکې د ځپلو لپاره به پر پاکستان به فشار زیات شي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تېره اوونۍ کانګرس ته وویل چې د جولای میاشتې تر نیمايي به د افغانستان د جګړې په اړه خپله کړن‎لاره بشپړه او اعلان کړي.

متېس افغانستان ته د ۳ او ۵ زرو ترمنځ عسکرو او پوځي سلاکارانو د استولو پر امکان هم غور کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس

د دې ستراتيژي جزئیات لا رسماً نه‎دي اعلان شوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي پرون باور څرګند کړ چې د امریکا د دفاع وزارت په نوي ستراتیژۍ کې به د تروریستانو د مرکزونو پر ویجاړولو تمرکز وشي.

ښاغلي بهرامي خبریالانو ته وویل، متحده ایالات د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمي په اړه خپله کړن‎لاره بدلوي او دی باور لري چې د ترورېزم پر اصلي مرکز به غور کوي.

د افغانستان دولت د پاکستان پر استخباراتو تور پورې کوي چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ځای ورکړی خو اسلام‎اباد تل د کابل داسې ادعاوې رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG