د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۴

سرچینه: امریکا افغانستان ته ۴ زره سرتېري لېږي


د امريکا د حکومت يوه مقام پرون وويل، د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت به تقريباً ۴٠٠٠ نور امريکايي پوځيان افغانستان ته ولېږي.

له دې سره هيله پيدا شوې چې د دغو اضافي امريکايي پوځيانو له لېږلو سره ښايي په افغانستان کې د جګړې ولاړ حالت مات شي.

دغه امريکايي مقام چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، د امريکا دفاع وزير جيمز متېس ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د دغو تازه دمه امريکايي پوځيانو د لېږلو پرېکړه اعلان کړي.

خو له رويټرز اژانس سره په خبرو کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جيف داويس وويل، د نورو اضافي پوځيانو د لېږلو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

دا مهال په افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان دېره دي چې د افغان قواوو په روزنه او سلا مشوره کې برخه لري.

له ٢٠٠١میلادي کال راهيسې په افغانستان کې ٢۴٠٠ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG