د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

هېواد:په افغانستان کې د جګړې جغرافیه پراخه شوې ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د څلور زرو نویو امریکايي پوځیانو د استولو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په پام کې ده، څلور زره نوي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

په مطلب کې راغلي چې دا به د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو د استولو لومړنی لېږد وي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د داعش او طالبانو د ګواښونو او په دغه هېواد کې د ناامنیو تر پراخېدلو ورسته شوې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د جګړې جغرافیه پراخه شوې ده، پاکستان د افغانستان په وړاندې په تمام عیاره جګړه بوخت دی او د ترهګرۍ بهرنی ملاتړ لا پسې پراخ شوی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په داسې یو حالت کې له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ اړین دی او افغان حکومت یې هرکلی کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان ځواکونه د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرستې، ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې دا د افغانستان دښمنو هېوادونو لپاره ښکاره پیغام دی چې افغانستان یوازې نه دی، بلکې نړیوال پوځي ملاتړ ورسره دی.

سرمقاله لیکونکي هیله ښودلې چې امریکا او افغانستان داځل د ترهګرۍ خوځښتونه مهار او افغانستان ته د استول کېدونکو تازه دمو بهرنیو ځواکونو له ماموریته ښه او غوره ګټه پورته کړي.

افغانستان ما:

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د تعینولو په اړه له ولسمشر ټرمپ څخه لازم صلاحیتونه تر لاسه کړي وايي چې د ولمشر ټرمپ حکومت به په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

په مطلب کې راغلي د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې امریکا به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن پټن ځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG