د ملګرو ملتونو د بشري مېشتیدنې پروګرام یو این هبتات په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله د رامنځته شویو مرګ ژوبلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه پروګرام پرون یکشنبه د ډیسمبر ۷ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ټرافیکي پېښې د مخنیوي وړ بحران او په افغانستان کې د مرګونو مخکښ لامل بللی دی.
یو این هبتات ټینګار کړې چې د خوندي سړکونو جوړول، موټر چلونکو ته مسلکي روزونه، د عامه پوهاوي زیاتول او د ترافیکي قوانینو پلي کول د ټرافیکي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو تلفاتو د کمولو کلیدي سراتیژي ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه پرون د ډیسمبر ۷ مه ناوخته د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې د ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوخته.
په کندز کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ازادي راډيو ته وویل:
" د کندز – بغلاند عمومي لارې په اوږدو کې د علي اباد دروازې ته نږدې د ۴۰۴ بس موټر د چپه کېدو له امله دوه مسافر مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي، ټپیان د علي اباد ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لوري د کندز سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي."
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلونکي بې احتیاطي بللې او ویلي یې دي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د افغانستان په شمال کې د یو شمېر ټرانسپورتي شرکتونو مسولین وايي په دې لویو لرو ډېری ټرافیکي پېښې د سړکونو د تنګوالي او د یو شمېر موټرو له لوري د لیزر څراغونو د کارولو او دغه راز د ټرافیکي نښو د نشتوالي له امله رامنځته کیږي.
د یو شرکت مسول عبدالله ستاري ازادي راډیو ته وویل:
" دا موټر کندز ته په لاره وو، په سړک یو تاوکښ دی، دغلته د بل موټر تیز لیزر څراغونو د موټر چلوونکي سترګې نیولي او دا چې سړک تنګ وو موټر چپه شوی دی، دلته شرکتونه او موټرې ستونزه نه لري، داسې غوره بسونه شته چې په نړیوالو معیارونو برابر دي، یواځینۍ ستونزه د سړکونو تنګوالی او ټرافیکي نښو نشتوالی دی."
له دې پېښې مخکې د روان لمریز کال د قوس په لومړیو کې د هرات چارواکو د کندهار – هرات په لاره د یوې ټرافیکې پېښې له امله د لږ ترلږه لسو کسانو د مړینې او ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
د هرات د زاول ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرستیال ویلي دا پېښه د ۳۰۲ بس ماو د فلانګ کوچ موټر ترمنځ شوې وه.
هڅه مو وکړه په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د لاملونو په اړه د طالبانو د حکومت د ترافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ د مدیر عبدالودود خیرخواه نظر هم ولرو خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې،خو هغه د روان کال د نومبر په ۱۶ مه ازادي راډيو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي قوانینو نه مراعت کول، د موټرو تیز چلول، له بل موټره بې وخته مخکې کېدل او د موټرو ترمنځ د خوندي واټن نه ساتل بللي وو.
د طالبانو د حکومت د ټرافیکو عمومي ریاست له دې مخکې اعلان کړی وو چې د ۱۴۰۳ کال له حمل تر جدي میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله لږ ترلږه ۲ زره کسان مړه شوي او له ۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د دې ریاست پخواني ریس د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ته ویلي وو چې په دې موده کې په ټول افغانستان کې نږدې ۴ زره ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي.
ولسي وګړي او د ټرافیکي پېښو د قربانیانو کورنۍ له حکومت او دغه راز له ټرانسپورتي شرکتونو غواړي چې د مسافرو خوندیتوب ته پام وکړي او په لویو لارو کې د خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.