د لاسرسي لېنکونه

فارن پالیسي: زموږ جنرالان په افغانستان کې ناکام شول


زموږ جنرالان په افغانستان کې ناکام شول، دا د فارن پالیسي خپرونې د مقالې سرلیک دی چې لیکوال یې هم د افغانستان جګړه تجربه کړې ده.

جسن ډیمپسي لیکي:

د متحدو ایالتونو پوځ امریکا په افغانستان ناکامه کړه او دغه ناکامی هم تکتیکي نه بلکه د رهبري ناکامي وه.

د لیکوال په باورد ډېوېډ پیټرویس مخکښ رول او د پوځ له خوا د بغاوت ضد دوکتورینوله ډېرو سره دا مفکوره پیاوړې کړې وه چې پوځ په ډراماټیکه توګه د افغانستان او عراق له جګړو سره ځان عیار کړی دی.

خو په خواشینۍ سره دغه بدلون یوازې ظاهري و.

پیټرویس یوه افسانه وه او یوازې ملي رسنیو هغه د پوځ یو روشنفکره پلار باله.

هغه پوځي بروکراسي چې په ادارو کې پټه وه هېڅکله هم ترخپرو شویو رسمي بیانونو پورې ونه رسېده چې په نتیجه کې یې د بغاوت ضد ستراتیژۍ د اهمیت په اړه د لوړپوړو مشرانورسمي بیانونو پای نه درلود.

د لیکوال په باور له دې مسئلې سره د سړې جګړې د وخت چارواکو او هغې دوره یي پالیسي چې په هڅو کې د لنډ مهال بدلون لپاره قصدي غوره شوې وه هم مرسته کړې وه.

ډیمپسي لیکي:

کله چې په ۲۰۰۹میلادي کال جنرال سټینلي مک‎کریستال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده پیل کړه، له خپلو ترلاس لاندې پوځي جزوتامونو څخه د لیدنو کتنو په ترڅ به یې له موږ ټولو دا پوښتنه کوله چې که په افغانستان کې تر هغو پاتې شئ چې بریالي شو، څه کولای شئ چې تراوسه نه‎دي شوي.

نوموړي لیکي:

هغه وخت چې د افغانستان جګړه ډېره توده شوې وه ده د دې هېواد په ختیځ کې د یوې لوا د عملیاتو مشري کوله.

دی وایي، دا بیخي واضح وه چې دا سمه پوښتنه ده خو پخوانیو تجربو ته په پام سره په دغې پوښتنه کې هم ټګي نغښتې وه.

د لیکوال په باورسم ځواب دا و چې درست خلک جګړې ته ولیږل شي، هغوی تر هغو وساتل شي چې له چاپریال څخه یوسم درک ترلاسه کړي، د پرمختګونو حساب ترې واخېستل شي خو پوځ لېواله نه‎وه چې دا شی عملي کړي.

پر ځای یې موږ داسې یوه پالیسي غوره کړې وه چې دوره یې مشرانو به ېې په دې هېواد کې لکه د سیلانیانو په څېر مخ ته وړله.

لیکوال وړاندې د ځینو نورو عواملو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا د سلا ورکولو ماموریت ته هم اشاره کړې او لیکي:

له اوله دغه ماموریت په لومړیتوبونو کې و خو د عملي کېدو په برخه کې هغه یو ټیټ لومړیتوب و.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستان د ترهرګرۍ ستونزې ته پام اړولی او د پیل په کرښو کې لیکي:

اسلام‎اباد تراوسه داسې نښه نه‎ده ښودلې چې په ریښتیني توګه دې د حقاني شبکې په څېر د نیابتي ډلو له ملاتړه لاس اخېستو ته لېواله وي.

والسټریټ ژورنال لیکي:

له پاکستان سره د حقاني اړیکې د سیاسي حل لارې لپاره ډېر مهم دي.

خو اسلام‎اباد نه د ترهګرو نیابتي ډلو د ملاتړ د پای ته رسېدو او نه هم د کابل له رژیم سره د جوړ جاړي ریښتینې لیوالتیا ښودلې.

خو بیا هم د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادارې د وروستۍ پریکړې چې په دې هېواد کې پوځي هڅې پراخوي په دې پورې تړلي چې حقاني شبکه ماتیدای شي، همکاري ته اړ کیدای شي یا له ای اس ای را جلا کیدای شي.

هغه ډله چې د ورځپاڼې په وینا پاکستان ورڅخه له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG