د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

"BHRO": په مې میاشت کې ١٠٢ بلوڅان وړل شوي او ٢١ تنه وژل شوي


د بلوڅو د بشري حقونو سازمان د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې فعاليت کوي او د هغو خلکو لپاره غږ پورته کوي چې بشري حقونه‌يې تر پښو لاندې کېږي.

دې سازمان د تېرې مې مياشتې راپور خپور کړ او ادعا کوي چې په بلوڅ مېشتو سيمو کې پوځي عمليات دوام لري او په نتيجه کې يې خلک په مرموز ډول وړل کېږي او وژل کېږي.

د دې سازمان مشرې بي بي ګلې بلوڅې په کوټه کې يوې خبري غونډې ته وويل چې يوازې په تېره مياشت کې تر سلو زيات کسان په عملياتو کې وړل شوي او شااوخوا ۲۰ تنه وژل شوي دي.

نوموړې وايي:

"د مې په مياشت کې په بېلابېلو محاصرو او عملياتو کې امنيتي ادارو د بلوچستان له بېلابېلو سيمو ١٠٢ کسان نيولي او له ځانه سره‌یې وړي دي، نيول شويو کسانو ته نه د ځان د سپيناوي موقعې ورکول کېږي، نه ورباندې عريضه کېږي چې محکمې ته وړاندې شي او نه له خپلو کورنيو سره د خبرو اجازه ورکول کېږي."

د بلوڅو د بشري حقونو سازمان په‎خپل راپور کې په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر بشر ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړې او تور پورې کوي چې امنيتي ادارې په بېلابېلو پلمو د عملياتو په نتيجه کې بلوڅ ځوانان په مرموز ډول وتښتوي او بيا يې وخت په وخت د ترهګرو په نامه په جعلي نښتو کې و وژني.

بي بي ګله بلوڅه وايي:

"په مې مياشت کې په ډېره بګټي سيمه کې دوه ښځې په عملياتو کې وژل شوې دي، له دې پرته د شپږو کسانو شکنجه شوي او خراب شوي مړي موندل شوي او ۱۳ کسان نور هم وژل شوي چې د وژنې علت‌يې څرګند نه‎دى، د دې تر څنګ اتلس کسان چې ورک وو، هم راخوشې شوې دي."

د بلوڅو د بشري حقونو د سازمان په شمول د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم وخت په وخت د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللى او د پاکستان له سترې محکمې يې غوښتنه کړې چې په دې ايالت کې د بشر ضد اعمالو مخه ونيسي.

خو د بلوچستان ايالتي حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د حکومت وياند انوارالحق کاکړ وايي، د بلوڅانو دا ادعا چې خلک دې يې استخباراتي ادارو وړي او امنيتي ادارو دې وژلي وي، هسې يو پروپاګند دى.

نوموړی وايي، د بلوچستان په هېڅ يوه سيمه کې عمليات نه‌کېږي او نه‌هم څوک په مرموز ډول وړل شوي دي، خو وايي امنيتي ادارې يې د هغو کسانو پر ضد ضرور وخت په وخت د پلټنې عمليات کوي چې د ترهګرۍ او ورانکارۍ په چارو کې لاس ولري.

راپور: بارکوال مياخېل

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG