د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

مالک بلوڅ: ورک بلوڅان به پيدا کوم


له ښۍ خوا: محمود خان اڅکزى او ډاکټر عبدالمالک بلوڅ
له ښۍ خوا: محمود خان اڅکزى او ډاکټر عبدالمالک بلوڅ
د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو غونډه د يکشنبې په ورځ را بلل شوې وه، چې په نتيجه کې يې د بلوڅو د ملتپال نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د بلوچستان د نوي اعلى وزير په توګه ونومول شو.

ډاکټر مالک بلوڅ ويلي چې په بلوچستان کې به ورک بلوڅان پيدا کوي او له مرورو وسلوالو بلوڅو سره به د مرکزي حکومت په خوښه خبرې اترې کوي.

د يکشنبې په ورځ اسلام اباد ته نيژدې په مري سيمه کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د بلوچستان د ملتپال نېشنل ګوند د مشرانو يوه ځانګړې غونډه را بلل شوې وه چې د بلوچستان د نوي اعلى وزير او ګورنر يا والي په اړه پکې سلا مشورې وشوې. د غونډې په پاى کې خبري کنفرانس ته د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پاکستان راتلونکي صدراعظم نوازشريف وويل چې د بلوچستان د خلکو پر زخمونو باندې د مرهم ايښولو په خاطر يې د ملتپال ګوند مشر د ايالت د اعلى وزير په توګه وټاکه:

”موږ په ګډه پرېکړه سره د نېشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ د بلوچستان د اعلى وزير لپاره اعلانوو او ګورنر به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا وي، مسلم ليګ نواز ګوند په دې خبره خوشاله دى چې د بلوچستان پر زخمونو باندې د مرهم ايښولو کوم وخت چې راغلى موږ به خپله ونډه پکې اچوو او پر مخ به هم تګلاره همدا وي“

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي وويل چې پخوا به په پاکستان کې د مظلومو قومونو خلکو شکايت کاوه چې پنجاب يې جمهوري حقوق نه مني، خو دا ځل داسې مالومېږي چې د پنجاب استازي ګوند هم د بلوڅو او پښتنو حقوقو ته غاړه ايښې ده:

”نن د پنجاب چلند جمهوري دى، د نوازشريف ګوند چې د جمهوري پاکستان د جوړېدو، د اداري فساد د ختمولو او د ترهګرۍ په خلاف تګلاره لري، نو پښتانه او بلوڅان له دوى سره په دې تګلاره کې ملګري دي، زموږ هېواد او خصوصاً بلوچستان له وسايلو ډک دى، چې د پنجاب روش دا دى چې يو جمهوري پاکستان بايد جوړ کړو، چې پکې هر ملت ته پر خپلو وسايلو واک ورکړل شي، د داسې پاکستان جوړېدو ته موږ پښتانه او بلوڅان تر قيامته درسره تيار يو“

د نېشنل ګوند مشر ميرحاصل بزنجو چې د ګوند مشر يې په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو تر سلا مشورو وروسته د بلوچستان د اعلى وزير په توګه ونومول شو، خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ګوند به يې له اتحادي ګوندونو سره په ګډه د بلوچستان د تېرو حکومتونو ستونځو ته د پاى ټکى کښېږدي:

”که څه هم د مسلم ليګ نواز ګوند څوکۍ زياتې وې، خو دوى چې دا پرېکړه کړې چې موږ به د پاکستان له ټولو کوچنيو قومونو سره په ګډه پرمخ ځو، نو ځکه موږ د دوى مننه کوو چې زموږ د ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ يې د ايالت د مشر په توګه اعلان کړ. زه د بلوچستان خلکو ته هم زېرى ورکوم چې هلته په تېرو لسو کلونو کې کومې ستونځې پيدا شوې دي، په تشدد وژل شوي مړي پيدا شوي او خلک ورک دي، زموږ وعده ده چې پر مخ به دا پېښې نه تکرارېږي او موږ به يې چاته د تر سره کېدو اجازه ور نه کړو“

ډاکټر مالک بلوڅ د بلوچستان د تربت سيمې اوسېدونکى، د سترګو متخصص ډاکټر دى چې د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې غړى هم اوسېدلى او د بلوچستان په تېرو حکومتونو کې يې د روغتيا او تعليم د وزير په توګه هم دندې تر سره کړې دي.

ټاکل شوې ده چې د جون پر څلورمه نېټه به د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ رئيس يا وياند او د هغه مرستيال ټاکل کېږي او تر هغه وروسته به د جون پر اوومه نېټه د بلوچستان اعلى وزير د خپلې دندې لوړه کوي، د بلوچستان اوسني ګورنر يا والي نواب ذوالفقار علي مګسي هم تېر ماښام له خپلې دندې استعفى وکړه، چې پر ځاى به يې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا نوى ګورنر ټاکل کېږي.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG