د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د کورنیوچارو وزارت: ٢٠١٤کې په بلوچستان کې ١٦٤ مړي موندل شوي


پرون د بلوچستان په کېچ سيمه کې د درو تنو په مرميو سوري مړي تر لاسه شوي دي، له دې سره د حکومتي شمېر له مخې سږکال په دې ايالت کې د موندل شويو مړيو شمېر ١٦٤ تنو ته ورسېد، خو د ورکو بلوڅانو د ملاتړسازمان وايي، چې سږکال د پينځه سوه په شاوخوا کې د ورکو بلوڅانو مړي موندل شوي دي.

په بلوچستان کې د اوسني ايالتي حکومت لپاره ترټولو لوى چېلنج د ورکو خلکو موندل او د هغوى د وژل کېدو او د مړيو د موندلو د لړۍ پاى ته رسول دي، خو سږکال هم د تېر حکومت غوندې په دې ايالت کې نه ورک خلک وموندل شول او نه يې د وژنې لړۍ تم شوه.

د سې شنبې په ورځ هم د ايران پولي ته نږدې د کېچ ضلعې له «مند» سيمې د درو تنو مړي و موندل شول، چې د پېژندنې لپاره د تربت ښار روغتون ته يووړل شول.

د سيمې لېويز پوليس وايي، چې مړي يوه ورځ مخکيني مالومېږي او درې واړه پر سرونو، سينو او مخونو په ډزو ويشتل شوي او بيا په يوه دښته کې غورځول شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې يو د «مند» او بل د «دشت» سيمې بلل شوى، خو درېيم تن نه دى پېژندل شوى.

د دوى د وژنې علت څرګند نه دى، خو د ورکو بلوڅانو د ملاتړ سازمان مشرماما قدير بلوڅ وايي، چې دغه درېواړه کسان د ورکو بلوڅانو له ډلې څخه وو:

"هرځاى چې يوه جګړه يا عمليات وشي او په نتيجه کې يې پوځي يا ملېشه سرتېرى و وژل شي، نو په عکس العمل کې يې دوى د هغو خلکو مړي غورځوي، چې د دوى په ولکه کې دي.

دا هم هغه خلک دي، بلوڅان دي چې دوې مياشتې مخکې يې له تربته په مرموز ډول لادرکه کړي وو."

د بلوچستان د داخله چارو دفترپه خپل کالني رپوټ کې ويلي، چې په ٢٠١٤م کال کې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د ١٦٤ تنو مړي موندل شوي دي، چې وايي، په هغوى کې ٤١ تنه د پېژندلو نه وو، خو په پېژندل شويو کسانو کې ٧١ مړي د بلوڅانو، ٣٥ مړي د پښتنو او ١٩ مړي د نورو قومونو د خلکو وو.

د ورکو بلوڅو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشرماما قدير بلوڅ بيا په تېرو دوولسو مياشتو کې د موندل شويو مړيو شمېرترحکومتي شمېرڅو چنده زيات يادوي او وايي چې تر تېرو حکومتونو د اوسني حکومت په وخت کې د ورکو بلوڅو زيات خلک ورک شوي او وژل شوي دي:

"قريباً د پينځه سوه تنو خراب شوي مړي موږ ترلاسه کړي دي، ترتېرحکومت په اوسني حکومت کې موږ د ډېرو ورکو بلوڅو مړي ترلاسه کړي دي او په تېر يونيم کال کې مو شاوخوا درې زره نورکسان هم وړل شوي دي."

د يادونې وړده، چې په بلوچستان کې په تشدد د وژل شويو کسانو د خرابو مړيو د موندلو لړۍ شاوخوا پينځه کاله وړاندې پيل شوې او لاهم روانه ده.

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان د شمېر مخې د ورکو بلوڅانو شمېر ٢١،٠٠٠ تنو ته ورسېد او د هغو ورکو خلکو- چې مړي يې موندل شوي- شمېر شپږ زره تنو ته ورسېد، خو حکومتي شمېر تر دې ډېر کم دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG