د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

په بلوچستان کې دوه بلوڅ ځوانان د واده په مراسمو کې وژل شوي


د دوو تازه وژل شويو بلوڅو ځوانانو د وژنې په خلاف په کوټه کې د بلوڅو د بشري حقونو د يوه تنظيم له خوا لسګونو بلوڅو محصلينو يوه احتجاجي مظاهره کړې، چې په بلوچستان کې يې د بلوڅو د وژنې د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د بلوڅو د بشري حقونو د يوې ټولنې له خوا د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخې ته په لسګونو بلوڅان ځوانانو او پېغلو د بلوڅانو د وژنې په خلاف يوه احتجاجي مظاهره وکړه او د بلوڅو د وژنې په خلاف يې شعارونه ورکړل.

په مظاهره کې شريکو ځوانانو ويل چې په بلوچستان کې د بلوڅو د وژنو مخه ونيول شي او په سيمو کې دي يې پوځي عمليات ودرول شي. يوې بلوڅې پېغلې مظاهرې ته په وينا کې وويل چې وړمه شپه يې هم په يوه واده کې دوه ځوانان د امنيتي ادارې له خوا وژل شوي دي:

"د اته ويشتم نومبر پر شپه الله رحم او اسلم ډګرزى د الله رحم د واده د نکاح په مراسمو کې و وژل شول. د بلوڅانو وژنه په پرله پسې توګه دوام لري، هره ورځ بلوڅ ځوانان تښتول کېږي او شکنجه کېږي، زموږ په زرګونو ډاکټران، محصلين، ليکوالان، انجينيران، ژورنالستان او استادان تښتول شوي او ډېر يې وژل شوي او لا مو هم په زرګونو کسان ورک دي."

مظاهره چېانو وويل، چې له دغو دوو تنو څخه د يوه وژل شوي اسلم ډګرزي دوه وروڼه ناصر ډګرزى او ماجد ډګرزى هم مخکې لا وژل شوي چې دوى يې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو ور واچوله.

دوى وويل چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړيوال سازمانونه يې هم د خلکو پر وژنه پټه خوله دي.

يوې بلوڅې پېغلې لاميې چې څه موده مخکې يې ازادۍ راډيو ته په مرکه کې ويلي وو، کوزده يې شوې خو خاوند يې هم د ورکو بلوڅانو په ډله کې ترى تم دى، نن مي ترې وپوښتل چې خاوند يې څنګه شو:

"هغه و وژل شو، د هغه مړى يې را وغورځاوه، اوس به څه راباندې تېرېږي، بس ورځې تېرېږي، نور څه احساسات را پاته نه دي چې څه ووايو، موږ احساسات بېخي لرو نه، موږ انسانان نه يو، موږ که احساسات ولرو هغه تر پښو لاندې کېږي، خوشالۍ زموږ لپاره نه دي، موږ که خوشالۍ لمانځو هغه مو په غم بدلېږي، نو موږ ته د خوبونو ليدلو اړتيا هم نه شته."

دا چې دغه دوه تنه بلوڅ ځوانان به چا وژلي وي، خو دوى يې پړه پر استخباراتي ادارو ور اچوي، حکومت تر اوسه پورې د دوى د وژنې په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې حکومت، استخباراتي ادارو او ملېشه ځواکونو د بلوڅو سياسي فعالينو په مرموزو تښتونو او وژنو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

راپور: بارکوال مياخېل،کوټه
XS
SM
MD
LG