د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ورکو بلوڅو خپلوان له کوټې تر کراچۍ پلى لاريون کوي


په بلوچستان کې د ورکو بلوڅو د ملاتړ اتحاديې پرون له کوټې تر کراچۍ پورې يو اوږد لاريون پيل کړى دى، چې وايي په پينځلسو ورځو کې به کراچۍ ته ځي او هلته به د خپلو ورکو خپلوانو د موندنې لپاره د لوږې اعتصاب پيلوي، هلته په کراچۍ کې بيا د بلوچستان اعلى وزير ويلي چې تر څو پورې دغه ورک بلوڅان ونه موندل شي، له خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سره به يې خبرې اترې بريالۍ نه شي.

د يکشنبې په ماښام د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکې اتحاديې له خوا د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخ ته لسګونه بلوڅې پېغلې او ځوانان د احتجاج لپاره را غونډ شوي وو. دوى د خپلو ورکو خپلوانو د لادرکۍ په ضد له کوټې تر کراچۍ پورې د اوږده لاريون تر پيلېدو مخکې شعارونه هم ورکړل.

تر دې وړاندې د ورکو بلوڅو اتحاديې په کوټه، کراچۍ او اسلام اباد کې پرله پسې ١٣١٤ ورځې د لوږې علني اعتصابونه وکړل، خو وايي ږغ يې وانه ورېدل شو، ځکه نو اوس مجبوره شول چې دا ځل تر کراچۍ پياده سفر وکړي. د دې لاريون مشري د ورکو بلوڅو د اتحاديې مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ کوي:

«موږ هر کال په بسونو يا اورګاډو کې کراچۍ ته ځو او هلته احتجاجي کېمپ لګوو، خو پر حکومت يې هيڅ اغېز ونه کړ، دا ځل ماشومانو د خپلو پلرونو، خويندې د خپلو وروڼو او ميندې د خپلو زامنو لپاره د لاريون پرېکړه وکړه، خو که په منځ کې په موږ څه وشول، ايالتي او مرکزي حکومتونو او استخباراتي ادارې به د دې هر څه مسوول وي»

په دې لاريون کې شل تنه شامل دي، چې زياتې پکې هغه بلوڅې پېغلې دي چې وروڼه يې ترى تم دي. د ذاکر مجيد بلوڅ خور وايي کورنۍ يې له څلورو کلونو د غم پر ټغر ناسته ده، ځکه نو د ورور د موندنې لپاره تر کراچۍ پورې اوږد احتجاجي لاريون کوي:

«نن پر موږ دومره ظلم او جبر کېږي، چې د دې لاريون زحمت زموږ لپاره هيڅ نه دى، زما ورور چې تر شکنجو لاندې په پټو توقيف ځايونو کې عذاب ګالي او مور مي د هغه په انتظار غمجنه ده، زما لپاره له دې ځايه تر کراچۍ پورې پياده تګ دومره غټه خبره نه ده»

په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو په تشدد د وژل کېدو او د هغوى د خرابو مړيو د تر لاسه کېدو لړۍ هم درې کاله وړاندې پيل شوې، چې د بلوچستان د ايالتي حکومت د شمېر له مخې تر اوسه پورې د شاوخوا ٦٠٠ تنو مړي موندل شوي، خو د بلوڅو د بشري حقونو د سازمان مشره بي بي ګله بلوڅه دا شمېر تر دې زيات يادوي:

«له ٢٠٠٩م کاله تر اوسه پورې له زرو تر پينځلس سوه پورې ورکو کسانو مړي موندل شوي دي او خداى خبر چې څومره ورک ځوانان مو په تشدد سره په مرموز ډول وژل شوي او مړي يې په بيابانونو کې ښخ کړاى شوي دي، ځکه تر اوسه پورې ونه موندل شول»

د ورکو بلوڅو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ وايي په اوسني حکومت کې تر تېرو هغو هم د بلوڅو سياسي فعالينو د تښتول کېدو او د هغوى د وژل کېدو لړۍ تېزه شوې ده:

«چي د څومره ورکو بلوڅو مړي موندل شوي، د هغوى سترګې ايستل شوي، سرونه يې سوري- سوري وي او سينې يې څيرل شوې او زړونه يې ځنې ايستل شوي وي، په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات په بلوچستان کې د استخباراتي ادارو له خوا بشري حقوق تر پښو لاندې کېږي، داسې ورځ نه شته چې يو بلوڅ سياسي فعال دي پکې نه وي تښتول شوى او ظلم خو دا دى چې اوس له زلزله ځپليو سيمو څخه هم خلک تښتول کېږي»

هلته د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ پرون په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې تر څو پورې ورک بلوڅان ونه موندل شي، نه به په بلوچستان کې د امنيت ستونځه حل شي او نه به يې له خپلواکي غوښتونکيو بلوڅ مشرانو سره خبرې اترې وشي:

«زه منم چې تر اوسه د ورکو بلوڅو په موندلو نه يم بريالى شوى، زه بيا- بيا هڅه کوم او غوښتنه کوم چې د ورکو بلوڅو د موندلو لپاره بايد فضا جوړه شي، تر څو چې دا ستونځه حل نه شي، موږ د خبرو اترو لپاره يو ګام هم پر مخ نه شو تلاى، خو له بده مرغه زه په دې برخه کې نه يم بريالى شوى»

د يادونې وړ ده چې له بلوچستانه د بلوڅو سياسي فعالينو د ورکېدو او په جبري توګه د تښتول کېدو لړۍ په ٢٠٠٢م کال کې پيل شوې، چې د ورکو بلوڅو د اتحاديې د شمېر له مخې تر اوسه پورې ١٨٠٠٠ تنه ورک شوي، چې وايي په هغوى کې دوه نيم زره يې له بشپړو مالوماتو سره راجسټر دي، خو د بلوچستان د کورنيو چارو رياست دغه شمېر يواځې يو نيم سل تنه يادوي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG