د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بلوچستان کې له ډله ييز قبره ١٣ جسدونه تر لاسه شوي


د بلوچستان په خضدار سيمه کې له يوه ډله ييز قبره ديارلس مړي موندل شوي دي، چې د پېژندلو نه دي او ويل کېږي چې شاوخوا دوې مياشتې مخکې ښخ شوي دي. د ورکو بلوڅو اتحاديه وايي دا به د دوى له هغو زرګونو خپلوانو څخه وي، چې په مرموز ډول ورک دي. احتمال شته چې نور مړي هم و موندل شي.

د کوټې او کراچۍ پر لوى سړک پرته د بلوچستان خضدار سيمه هم يوه له هغو ناکرارو سيمو څخه ده، چې له تېرو څو کلونو پکې د هدفي وژنو زياتې پېښې پکې شوې او د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو فعاليتونه پکې زيات دي. د شنبې په ورځ د دې سيمې په «توتک» نومي ځاى کې يوه شپانه د انسانانو د جسدونو انکشاف وکړ، چې په پلټنه يې يو ډله ييز قبر و موندل شو او څلور مړي ځنې تر لاسه شول.

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټى وايي د دې ډله ييز قبر پلټنه لا هم دوام لري او تر اوسه پورې ورڅخه ډېر داسې جسدونه را ايستل شوي دي، چې پر بدنونو يې چونه شيندل شوې او د پېژندلو نه دي:

«تر اوسه پورې د ديارلسو کسانو جسدونه موندل شوي دي، چې د پېژندلو نه دي، د خضدار ضلعې روغتون ته مو انتقال کړي دي، د بلوچستان حکومت به د دوى ډي اين اې معاينات کوي، بيا کېداى شي ووايو، چې دا جسدونه د چا دي. موږ په نورو جسدونو پسې هم پلټنه کوو»

په خضدار کې تر دې پخوا هم د هغو بلوڅو سياسي فعالينو مړي موندل شوي، چې په مرموز ډول ورک دي او کورنۍ يې د ورکېدنې تور پر ملېشه ځواکونو او د پاکستان پر استخباراتي ادارو ور اچوي. د ورکو بلوڅانو اتحاديه ادعا کوي، چې له دې ډله ييز قبره تر لاسه شوي مړي هم د ورکو بلوڅانو مړي دي.

په کوټه کې د بلوڅو د بشري حقونو سازمان له ډله ييز قبره د تر لاسه شويو مړيو پېښه حکومتي ترهګري وبلله او په خلاف احتجاجي مظاهره وکړه، چې لسګونو بلوڅو پېغلو او ځوانانو پکې ګډون کړى وو او شعارونه يې ورکول.

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټى د دغو کسانو د وژنې تور د بلوڅو په خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو پورې کوي او تور لګوي چې دوى د هند د استخباراتي ادارې (را) په مرسته دا کارونه کوي، خو خپلواکي غوښتونکي بلوڅان او د بلوڅو ملتپال ګوندونه حکومتي ادارې او د هغوى ملاتړي د دغو خلکو په وژنه تورن بولي.

دا لومړى ځل دى چې د بلوچستان له يوې سيمې څخه ډله ييز قبر و موندل شو، د سياسي چارو کارپوهان او د خضدار سيمه ييز چارواکي وايي امکان شته، چې په دې سيمه کې نور ډله ييز قبرونه هم و موندل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG