د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

ورکو بلوڅانو خپلوانو د لوى اختر لومړۍ ورځ په ماتم و لمانځله


له بلوچستانه د زرګونو ورکو بلوڅانو خپلو خپلوانو د تېرو کلونو غوندې سږ هم د اختر لومړۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې او په کوټه کې يې يوه لويه احتجاجي مظاهره کړې ده، چې لسګونو بلوڅو مېرمنو او ځوانان پکې ګډون کړى دى. د ورکو بلوڅانو د دفاع سازمان وايي، د تېرو حکومتونو په نسبت د بلوچستان په اوسني حکومت کې زيات بلوڅ ځوانان لادرکه شوي او وژل شوي دي.

د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي سازمان له تېرو پينځو کلونو راهيسې پرله پسې احتجاج پيل کړى، چې په دې لړ کې يې په وار- وار د کوټې، کراچۍ او اسلام اباد د پريس کلبونو مخې ته احتجاجي خېمې لګولې او د لوږې موقت اعتصابونه يې کړي او يو کال وړاندې يې له کوټې تر کراچۍ او اسلام اباد پورې په ١٠٨ ورځو کې د نړۍ تر ټولو اوږد شاوخوا درې زره کيلوميټره احتجاجي لاريون وکړ، خو وايي د ورکو بلوڅو د تښتونې او وژنې لړۍ لا هم دوام لري

پرون دوشنبه چې په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وه، د ورکو بلوڅانو د ملاتړ سازمان له خوا د ورکو بلوڅانو د خپلو- خپلوانو په ملتيا د اختر لومړۍ ورځ د احتجاج په بڼه د ماتم په توګه و لمانځل شوه. په احتجاجي مظاهره کې لسګونو ځوانانو، پېغلو او ماشومانو ګډون کړى وو، چې په لاسونو کې يې د خپلو ورکو ځوانانو عکسونه را اخيستي وو، د ښار پر بېلابېلو سړکونو يې لاريون وکړ او په شعارونو کې يې د ورکو بلوڅانو د موندنې، له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې د دوى د وژنې د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د دې احتجاجي مظاهره مخکښ او د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکې اتحاديې مشر ماما قدير بلوڅ وايي، پخوا چې څومره بلوڅ ځوانان ورک وو، د هغوى د موندل کېدو پر ځاى درې زره نور بلوڅ ځوانانو په تېرو څو کلونو کې ورک شوي او اوس د ترى تم شويو بلوڅو ځوانانو شمېر يوويشت زره تنو ته رسېدلى، چې وايي د بلوچستان په اوسني حکومت کې دا لړۍ لا پسې تېزه شوې ده. ماما قدير بلوڅ وايي دا لسم اختر دى، چې د خپلو ورکو ځوانانو په وير کې يې په ماتم لمانځي:

"نن هر مسلمان اختر لمانځي او د خوشالۍ ورځ ده، خو له بده مرغه له پينځو کلونو دا زموږ لسم ماتمي اختر دى، تر اوسه موږ د څلورو زرو ورکو ځوانانو ژوبل مړي تر لاسه کړي، ځکه نن ټول بلوچستان او بلوڅان د بلوڅو ځوانانو د خرابو مړيو او ورکو ځوانانو له کبله په ماتم اخته دي او موږ پر هر اختر داسې ماتمي احتجاج کوو، چې نړۍ ته وښيو، يوې خواته ټوله اسلامي نړۍ خوشالي لمانځي، بل لور ته بلوڅان د خپلو نازوليو په غم کې ماتم کوي، دا زموږ لپاره توره ورځ ده"

په احتجاجي مظاهره کې يوه پېغله سحر بلوڅ- چې د خپلې کورنۍ څوک يې ورک نه دي، خو وايي ټول بلوڅ ځوانان يې وروڼه دي او د هغوى په کورنيو کې چې اختر نه شته، نو دا هم اختر د ورکو بلوڅانو د کورنۍ له غړيو سره په احتجاج او ماتم لمانځي:

"موږ څنګه اختر ولمانځو، چې زموږ خپل خپلوان له موږه بېل کړاى شوي دي، اختر خو له خپلو خپلوانو سره لمانځل کېږي او له هغو سره لمانځل کېږي، چې خوشالۍ يې سره شريکې وي، خداى خبر زموږ ترى تم شوي نازولي په څه حال کې وي"

په ورکو بلوڅانو کې داسې ځوانان هم شته، چې له شپږو اوو کلونو ورک دي او د مرګ و ژوند درک يې نه شته، خو له ٢٠١٠م کال وروسته زيات شمېر ځوانان ترى تم شوي او مړى ژوندى يې نه دى مالوم. د مايکان ابابکي په نامه د يوې پېغلې ورور هم څلور کاله وړاندې ورک شوى دى:

"زما ورور سردار داروخان ابابکي د ٢٠١٠م کال د ديسمبر پر ٢٨مه د کوټې له سرياب سيمې د استخباراتي ادارو کسانو وړى او تر اوسه کور ته نه دى راغلى، زه د پاکستان له قاضي القضات او د ملګرو ملتونو له ټولو ادارو غوښتنه کوم، چې زما ورور او هغه ټول ځوانان- چې خپلوان يې سړکونو ته را وتلي- محکمو ته وړاندې کړي، نه دا چې تښتولي يې دي، وژني يې او غورځوي يې"

بيورغ بلوڅ د ماما قدير بلوڅ ماشوم لمسى دى، پلار يې جليل ريکي هم د نورو بلوڅو ځوانانو غوندې ترى تم وو او يوه ورځ يې په مرميو سورى مړى و موندل شو، ماشوم زوى يې اوس د نورو ورکو بلوڅانو لپاره احتجاج کوي:

"زما پلار جليل ريکي له موږه وړى شوى او وژل شوى دى، ځکه زه احتجاج کوم"

د يادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې د بلوڅانو د ترى تم کېدو لړۍ په ٢٠٠٢م کال کې پيل شوې، خو د ٢٠٠٦م کال په اګست کې چې په بلوچستان ايالت کې ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټى په پوځي عملياتو کې و وژل شو او تر هغه وروسته په دې ايالت کې په زرګونو بلوڅو ځوانانو په ملتپالو سازمانونو کې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره له پاکستان امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه، د بلوڅو ملتپالو ګوندونو د محصلينو په سازمانونو کې د شاملو سياسي فعالينو د ورکېدو لړۍ نوره هم پسې تېزه شوه.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG