د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د ورکو بلوڅو سازمان: تېرکال ٥١٠ بلوڅان ورک او ١٦١ وژل شوي


په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکې اتحاديې يو ليسټ خپور کړى، چې وايي په تېر ٢٠١٣م کال کې ٥١٠ تنه نور بلوڅان په مرموز ډول ورک شوي او د ١٦١ تنو په تشدد وژل شوي مړي موندل شوي دي.

دا اتحاديه وايي، استخباراتي ادارې ورته ګواښونه کوي، چې له کراچۍ تر اسلام اباده د ورکو بلوڅانو د کورنيو د مېرمنو او نارينه وو روان لاريون پاى ته و رسوي.

په مرموز ډول د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکې ټولنې مشر نصرالله بلوڅ د سې شنبې په مازيګر يوې خبري غونډې ته په وينا کې د هغو بلوڅانو ليست خپور کړ، چې په تېرميلادي کال کې په مرموز ډول ترى تم شوي او وژل شوي دي.

نصرالله بلوڅ وويل، سره له دې چې په تېر ٢٠١٣م کال کې د پاکستان سترې محکمې د ډېرو ورکو بلوڅو قضيې وڅېړلې او ځيني کسان وموندل شول، خو وايي بيا هم د بلوڅو ځوانانو او سياسي فعالينو د جبري ورکېدنو او په تشدد د وژنو لړۍ دوام درلود:

"په تېر کال کې ١٦١ تنه ورک بلوڅان د عدالت او اساسي قانون په خلاف و وژل شول او ٥١٠ تنه بلوڅان د استخباراتي ادارو کسانو تر مرموزو نيونو وروسته ترى تم کړل.

هسې خو تراتلسو زرو زيات کسان ورک دي، خو موږ چې له سيمه ييزو مسوولينو سره په تنظيمي کچه د ورکو خلکو کوم ليست ترتيب کړى، ترننه پورې له موږ سره د ٢٧٨٠ ورکو کسانو قضيې ثبت دي او تر اوسه قريباً د ٧٠٠ تنو مړي غورځول شوي دي."


نصرالله بلوڅ د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې د بلوڅو ځوانانو په تري تم کولو تورنې کړې. ده وويل چې د بلوچستان له نوي ايالتي او د پاکستان له مرکزي حکومته هم ناهيلي شوي، ځکه چې وايي دوى تر انتخاباتو مخکې د ورکو خلکو د موندنې لپاره ورسره غټې ژمنې کولې، چې د بلوڅو ځوانانو د ورکېدو او وژل کېدو مخه به ونيسي او د مرتکبينو په خلاف به يې قانوني اقدامات وکړي، خو وايي د واکمنۍ پر ګدۍ تر کښېنستلو وروسته يې له ورکو بلوڅو سره بشرضد اعمال هېرکړل:

"اوسنى حکومت خو د استخباراتي ادارو د واک د محدودولو پر ځاى د هغوى د اساسي قانون خلاف اعمالو ته د قانوني جواز ورکولو لپاره د (تحفظ پاکستان آرډينينس) په نامه قانون تصويبوي، چې په نتيجه کې به يې استخباراتي دا حق ولري، چې هر څوک په خپله خوښه په توقيف کې وساتي، موږ له حکومته غوښتنه کوو، چې دا قانون په مرکزي پارلمان کې تصويب نه کړي، که يې تصويب کړ، نو په را روان وخت کې به استخباراتي ادارو دومره ځواکمنې شي، چې يو سياسي فعال او د بشري حقونو استازى به د دوى د غيرقانوني اعمالو په خلاف ږغ پورته نه کړاى شي."

نصرالله بلوڅ وويل، د ورکو بلوڅو لپاره ږغ پورته کوونکې غيرسياسي ټولنه ده، چې د ورکو خلکو د موندنې لپاره سوله ييزه مبارزه کوي، خو ده ادعا وکړه چې استخباراتي ادارې د ورکو خلکو د کورنۍ خلک هم نه پرېږدي چې احتجاج وکړي او هغوى ته ډاروي، چې د نورو ورکو کورنيو ږغ وا نه ورېدل شو، له تاسې سره هم انصاف نه شي کېداى، ځکه هغوى له رسنيو سره خبرې هم نه شي کولاى:

"موږ د انصاف لپاره هر ور و ټکاوه او له څو کلونو د ورکو خلکو کورنۍ زموږ د ټولنې له خوا احتجاج کوي، اوس د ورکو خلکو کورنۍ د خپلو ورکو کسانو د موندنې لپاره اوږد لاريون کوي، چې مخکې له کوټې کراچۍ ته ورسېد او اوس له کراچۍ اسلام اباد ته روان دى، انصاف خو دا دى چې موږ ته انصاف راکړل شوى واى، خو په بېلابېلو لارو ځورول کېږو، زموږ د ټولنې مرستيال مشر ماما قدير- چې د اوږده لاريون مخکښ دى- په بېلابېلو ډولونو ډارول کېږي او ګواښل کېږي، چې اوږد احتجاجي لاريون پاى ته و رسوي."

نصرالله بلوڅ يو ځل بيا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو، سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او له رسنيو وغوښتل چې د ورکو بلوڅانو د موندنې او د هغوى د مرموزو جبري ورکېدنو او په تشدد د وژنو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG