د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د ورکو بلوڅو کورنۍ اختر د ماتم په توګه لمانځي


په کوټه کې د ورکو بلوڅانو اتحاديه کوچنى اختر د خپلو ورکو خپلوانو د ورکېدنې په خلاف د ماتم په توګه لمانځي او پرون يې يوه ستره احتجاجي مظاهره کړې چې سلګونو ځوانانو او پېغلو پکې ګډون کړى. د دغو ورکو بلوڅانو کورنۍ وايي دوى د خپلو ورکو ځوانانو په ياد د اختر په هيڅ ډول خوشاليو کې نه شريکېږي.

د جمعې په ورځ- چې په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ وه- په کوټه کې سلګونه بلوڅې پېغلې او ځوانان د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي وو او اختر يې د خپلو ورکو خپلوانو په غم کې د ماتم په توګه لمانځه. دوى د ښار پر بېلابېلو سړکونو وګرځېدل، چې له ځانه سره يې شعارپاڼې او د ورکو بلوڅو ځوانانو عکسونه هم لېږدول او د خپلو ورکو خلکو د خلاسون لپاره يې شعارونه هم ورکول.

مظاهرې ته په وينا کې د «آواران ګزي» سيمې يوې پېغلې ملايکې وويل په سيمه کې يې اوس هم پوځي عمليات دوام لري، وايي د اختر په شپه يې له کوره يوولس تنه- چې وايي حکومتي مامورين هم دي- په زوره و ايستل شول او تر اوسه هم لادرکه دي. ملايکه تور لګوي چې خپل خپلوان يې امنيتي ادارو وړي دي:

«زموږ کور ته پوځيان راغلل، کور يې محاصره کړ او زموږ د کور ټول نارينه يې بوتلل، د اووم اګست په شپه پر لسو بجو دوى د ملېشه ځواکونو کيمپ ته مخامخ له خپل حکومتي موټر سره يووړل شول او کورونو ته راننوتل، پر ښځو او ماشومانو يې تشدد وکړ او ډېر قيمتي شيان يې هم له ځانه سره يووړل، زموږ له کوره اتلس تنه يووړل شول، وروسته اووه تنه چې سپين ږيري وو را پرېښوول شول، نور يوولس لا هم ورک دي»

يوه بله پېغله زمره ازاد بلوڅ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې د ورکو خپلوانو په موندلو کې دي يې مرسته وکړي، دا وايي چې د ميندو د زړونو ټوټې او د خويندو ګران وروڼه يې ورک وي او يا يې په تشدد وژل شوي مړي تر لاسه کوي، اختر به څنګه ولمانځي:

«نن ټول مسلمانان اختر لمانځي، خو موږ بلوڅان چې غلامان يو او پر خپله خاوره مو واک نه شته د اختر خوشالۍ نه شو لمانځلاى، زموږ په زرګونو خلک ورک دي، د استخباراتي ادارو په ولکه کې دي او هلته د مرګ او ژوند له دردوونکي ځور سره مخ دي، نو په دې جنګ ځپلې سيمه کې موږ څنګه اختر ولمانځو»

په دې احتجاجي مظاهره کې لسګونو کم عمره ماشومانو او نجونو هم برخه اخيستې وه، د دوى څېرې مړاوې، غمجنې او سترګې يې له اوښکو ډکې وې، له يوې ماشومې نجلۍ مي پوښتنه وکړه چې دا خو ماشومه ده او ولې اختر نه لمانځي، نو په ژړغوني ږغ يې راته وويل چې پلار يې لادرکه دى نو اختر په کوم زړه ولمانځي:

«زه په هيڅ حال د اختر په خوشاليو کې نه شريکېږم، چې تر څو زموږ بلوڅان وروڼه او زما پلار خپل کور ته را نه شي، تر هغه وخت موږ نه اختر لمانځو، نه بله خوشالي کوو، موږ څنګه خوشالي وکړو چې په کورونو کې مو ماتم دى، موږ له خپلو وروڼو او پلاره پرته څنګه اختر ولمانځو، دوى خو زموږ خويندې هم وړي، دا څنګه مسلمان هېواد دى»

د ورکو بلوڅو د اتحاديې يو مشر ماما قدير بلوڅ وايي د بلوچستان اوسنى ايالتي حکومت هم دا وس نه لري چې د دوى ورک خلک را خوشي کړي، وايي د اوسني حکومت په تېرو دوو مياشتو کې يې د خلکو د ورکېدو لړۍ لا تېزه شوې او قريباً اتيا تنه يې نور ورک شوي او د شلو تنو مړي موندل شوي دي. ماما قدير بلوڅ وايي ملګري ملتونه، نړيواله ټولنه او امريکا موږ ويني چې بشري حقونه مو تر پښو لاندې کېږي، ځکه خو د اختر په ورځ هم احتجاج ته را وتلي يو:

«زموږ دغه احتجاج په هر اختر کېږي، زموږ خلک ملېشه ځواکونو، اى ايس اى او پوځي استخباراتي ادارې (ايم اى) وړي دي او زموږ په کورونو کې په ټولو بلوڅي سيمو کې هره ورځ عمليات کېږي، ځکه موږ هر کال د کوچني او اختر په ورځ خپل احتجاج کوو، چې له موږ سره دا ظلم کېږي، ورک خلک مو په توقيف خانو کې شکنجه کېږي، ځکه موږ د اختر پر ځاى توره ورځ لمانځو»

د ورکو بلوڅو د اتحاديې د شمېر له مخې تر اوسه پورې اتلس زره بلوڅ ځوانان او سياسي فعالين لادرکه دي، د دوى په وينا له هغوى څخه په تېرو درېوو کلونو کې دوولس سوه کسان وژل شوي چې وايي د هغوى په مرميو سوري، شکنجه شوي او خراب شوي مړي يې هم تر لاسه کړي دي، خو د بلوچستان ايالتي حکومت بيا د دغو ورکو بلوڅو شمېر يواځې څو سوه يادوي چې وايي د موندنې لپاره يې جوړه کړې ځانګړې کومېټه هر وخت کار کوي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG