د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

په بلوچستان کې عملياتو ٣٤ وسله وال بلوڅان وژلي


د بلوچستان په کلات سيمه کې د ملېشه ځواکونو په عملياتو کې د ٣٤ تنه بلوڅو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده، په وژل شوېو کسانو کې د خپلواکي غوښتونکي سازمان يو قومندان عبدالنبي بنګولزى هم شامل دى، خو د ورکو بلوڅو کورنۍ اکثر وايي چې په داسې عملياتو کې وژل کېدونکي کسان وسله وال نه، بلکې له مودو راهيسې هغه ورک بلوڅان دي چې پاکستاني امنيتي ادارو په مرموز ډول تښتولي وي.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټي او حکومتي وياند انوارالحق کاکړ د شنبې په ماښام يوې خبري غونډې ته په وينا کې رسنيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو يې په «کلات» سيمه کې د پلټنې عمليات وکړل او په نتيجه کې يې لسګونه بلوڅ وسله وال و وژل.

سرفراز بګټى وايي، دغه عمليات چې درې ورځې يې دوام وکړ د کوټې او کراچۍ تر منځ د کلات په جوهان نومې ځاى کې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس تر سره شول.

ښاغلي بګټي زیاته کړه:

"د تر لاسه شوېو استخباراتي مالوماتو په اساس مو په دوى پسې عمليات وکړل چې ۳۴ تنه په کې و وژل شول، په وژل شوېو کسانو کې يو قومندان عبدالنبي بنګولزى هم شامل دى چې په ٢٠٠٠میلادي کال د اعلى محکمې د قاضي نواز مري په وژنه کې يې هم لاس درلود."

سرفراز بګټى وايي، د دغو وژل شوېو وسله والو بلوڅانو له کېمپونو يې زياته اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده. د ده په وينا چې دغه وسله وال په شاوخوا سيمو کې په هدفي وژنو او بمي چاودنو تورن وو او د مستونګ په هغه پېښه کې يې هم لاس درلود چې شاوخوا يو کال وړاندې له کوټې کراچۍ ته په تلونکي مسافر بس کې سپاره ۱۹ تنه په کې وژل شوي وو.

دی وايي:

"دوى د مستونګ په پېښه کې هم لاس درلود، زموږ امنيتي ځواکونو دوې ورځې پرله پسې په دوى پسې عمليات وکړل، له دوى مو زياته اندازه وسله هم نيولې، د سرو زرو کټوري مو ځینې نيولي او شاوخوا درې ميليونه کالدارې مو ځینې تر لاسه کړې دي."

سرفراز بګټى وايي، دغه عمليات چې درې ورځې يې دوام وکړ د کوټې او کراچۍ تر منځ د کلات په جوهان نومې ځاى کې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس تر سره شول.
سرفراز بګټى وايي، دغه عمليات چې درې ورځې يې دوام وکړ د کوټې او کراچۍ تر منځ د کلات په جوهان نومې ځاى کې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس تر سره شول.

د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ورکو بلوڅانو کورنۍ وايي، د ملېشه ځواکونو په وروستيو عملياتو کې وژل کېدونکي کسان د دوى ورک خلک دي چې د امنيتي ځواکونو په توقيف کې دي، خو وروسته يې په عملياتو کې و وژني او رسنيو ته يې وسله وال ور وپېژني.

د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ وويل:

"دا دوى هسې يو تبليغاتي موقف خپل کړى دى چې کوم خلک به د وسله والو په کېمپ کې وو، دوى به په رسنيو کې هغه په زور د تښتول شوېو او ورکو خلکو په نامه معرفي کړل، بيا چې هغوى په داسې عملياتو کې و وژل شي، نو بيا دوى له دې څخه په ګټې اخيستنې رسنيو ته ووايي چې موږ مخکې لا ويل دا ورک بلوڅان دي."

تر اوسه کوم وسله وال سازمان په دې اړه څه نه دي ويلي چې د کلات په جوهان سيمه کې د دوى وسله وال يا د هغوى قومندان وژل شوى که نه، خو د برهمدغ بګټي په مشرۍ د بلوچ ريپبلکن ګوند وياند شېر محمد بګټي له سويسه د واټس اپ په وسيله رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې په دغو وژل شوېو کسانو کې ورک بلوڅان هم شامل دي:

"په دغو کې درې بګټي بلوڅان روجا، ډينا او حېردين هم شامل دي چې له درېیو څلورو کلونو ورک وو، په مرموز ډول تښتول شوي وو، اوس يې د هغوى مړي و غورځول."

سرفراز بګټى وايي، د کلات په عملياتو کې د ملېشه ځواکونو يو سرتېرى هم د وسله والو په ډزو وژل شوى او دوه نور په کې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو په وروستيو مياشتو کې په وسله والو پسې د پلټنې عمليات تر بل هر وخت زيات کړي دي چې په نتيجه کې يې د سلګونو وسله والو بلوڅانو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا شوې ده.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG