د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

بلوچستان د ۹۹بلوڅو وسله والو پر سر جايزې اعلان کړې


د بلوچستان حکومت د بلوڅو د خپلواکي غوښتونکو سازمانونو د ٩٩تنو پر سر جايزه اعلان کړې ده، په دغو وسله والو کې د بلوچستان د خپلواکۍ د جبهې د مشر ډاکټرالله نظربلوڅ نوم هم په کې شامل دى چې تېرکال يې په عملياتو کې د مړينې ضد و نقيض خبرونه ورکړل شوي وو، خو د څو جلاوطنه بلوڅ مشرانو نومونه په کې شامل نه دي.

د بلوچستان د داخله چارو د وزارت دفتر د هغو ۹۹ تنو وسله والو بلوڅانو پر سر د نغدو روپيو جايزه اعلان کړې ده چې يا په مستقيم ډول له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او يا د وسله والو په ملاتړ تورن دي.

دغه خپلواکي غوښتونکي بلوڅان له بلوچ ليبرېشن ارمي، بلوچستان ليبرېشن فرنټ، بلوچ ريپبلکن ارمي، لښکرِ بلوچستان او بلوچ ريپبلکن ګارډز په نومونو له غيرقانوني سازمانونو سره تړاو لري.

په دغو ۹۹تنوکې د بلوچستان ريپبلکن ګوند يومشر شېرمحمد بګټى او د بلوچستان د ازادي د جبهې مشر ډاکټرالله نظر بلوڅ هم شامل دي.

د ډاکټرالله نظر بلوڅ په اړه ضد و نقيض خبرونه ورکول کېدل چې ګواکې هغه د تېرکال په پوځي عملياتو کې وژل شوى دى، خو سازمان يې دغه ادعا رد کړې وه.

په دې فهرست کې د هغه پر سر ۵۰ لکه کالدارې جايزه اعلان شوې ده.

په پاته کسانو کې د ٦٦ تنو پرسرله ۱۰ لکو نيولې تر ۵۰ لکه کلدارو پورې جايزې اعلان شوې دي.

د بلوچستان د سياسي چارو يو کارپوه شاهزاده ذوالفقار وايي د دغو وسله والو پر سر حکومت ځکه جايزه اعلان کړې چې نور ورسره د مذاکراتو هيله نه لري. وايي حکومت په دې توګه غواړي چې پر وسله والو فشار راوړي او په څنګ کې يې د چېن ګوادر اقتصادي لارې کار په سوله ييزه توګه پر مخ بوځي.

ښاغلي ذولفقار زیاته کړه:

"د سربيه هغه وخت اعلانېږي چې خلک مرسته نه کوي، له دې مالومېږي چې حکومت د وسله والو په نيولو کې جدي دى، ځکه دوى خلکو ته د پيسو هيله ورکوي چې د دوى په نيولو کې ورسره مرسته وکړي. داسې مالومېږي حکومت فکر کوي چې وسله وال اوس ډېر کمزوري شوي دي، اوس که ورسره خبرې کوي نو دا هغوى ته ګټه رسوي، ښه دا ده چې خبرې ورسره ونه کړي، که خپله راځي وسله غورځوي او وطن ته راځي خبرې دي ورسره وشي که نه وو نه دي ورسره کېږي."

په دې اوږده فهرست کې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو د څو نورو مشرانو حيربيار مري، براهمدغ بګټي، جاويد مېنګل او مهران مري نومونه نه دي شامل کړاى شوي.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري پرون په يوه غونډه کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، حکومت يې هڅه کوي چې له دغو جلاوطنه بلوڅ مشرانو سره د مذاکراتو لړۍ پيل کړي.

ښاغلي زیهري زیاته کړه:

"بي ايل ايف [د بلوڅو د خپلواکۍ جبهه] چې تر ټولو زيات نفوذ لري او ترهګري يې کوله د دې ډلې مشر ډاکټر الله نظر مو هم په فهرست کې شامل کړى، خو د نورو جلاوطنه بلوڅانو نومونه مو په کې شامل کړي نه دي، په تدريجي ډول به يې پر سر جايزه اعلان کړو، خو دا هوډ مو کړى چې په بلوچستان کې هرڅوک ترهګري کوي وبه يې نه بخښو، دوى دي هم راشي خبرې دي راسره وکړي، خو دا نه منو چې له بهره دي څوک دلته ترهګرۍ ته وهڅوي."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان حکومت په لومړي ځل د دومره زياتو وسله والو بلوڅانو پر سر د نغدو روپيو جايزه اعلان کړې ده او دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني امنيتي ځواکونو تر بل هر وخت په تېرو دوو کلونو کې په وسله والو بلوڅانو پسې د پلټنې عمليات زيات کړي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG