د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

بلوچستان: د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۴ بلوڅ وسله وال وژل شوي


پاکستاني امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې د بلوچستان په دوو بېلابېلو سيمو کې يې ١٤ خپلواکي غوښتونکي بلوڅ وسله وال وژلي دي چې وايي، په هغوى کې دوه تنه د بلوڅو د وسله والو سازمانونو قوماندانان هم شامل دي، خو برعکس د بلوڅو يوه ملتپال سازمان په عملياتو کې پر ملېشه وو د يوې ماشومې نجلۍ او دوو عامو کسانو د وژلو تور پورې کړى دی.

د بلوچستان ملېشه ځواکونو د پاکستان د ملي پلان له مخې په تېر يو نيم کال کې په وسله والو پسې د پلټنې عمليات ګړندي کړي چې په ترڅ کې يې وخت په وخت له وسله والو سره نښتې کېږي او دواړه غاړو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

د دوشنبې په ورځ هم د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په کوهلو سيمه کې ۱۲ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي.

د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چي سرتېرو يې د دوشنبې په ورځ د کوهلو په "نسوه" سيمه کې په هغو وسله والو پسې د پلټنې عمليات وکړل چې وايي، په عملياتو کې د دواړو غاړو تر منځ د ډزو تبادله وشوه چي په نتيجه کې يې ۱۲ وسله وال ووژل شول.

خان واسع ادعا کوي چې دغه ۱۲ وسله وال د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو د يوه وسله وال سازمان غړي وو چې وايي، يو د هغوى قوماندان هم په کې شامل دى.

د ملېشه ځواکونو وياند ادعا کوي چي دغو وسله والو پر امنيتي ځواکونو په حملو او نورو جرمونو کې لاس درلود، خو تر اوسه د کومې خپلواکې سرچينې له خوا د دغو کسانو وژل کېدل او له وسله والو سازمانونو سره يې تړاو نه دى تاييد شوى.

بل لور د ايران پولې ته نږدې په کېچ سيمه کې هم د دوو وسله والو بلوڅانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د ملېشه ځواکونو په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د استخباراتي ادارو کار کوونکو او ملېشه سرتېرو په ګډه د کېچ په بلېده سيمه کې د وسله والو په يوه کېمپ پسې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د يوه قوماندان په شمول دوه وسله وال ووژل.

خو د «بي. اېن. اېم» يا د بلوچستان قومي غورځنګ په نامه يوه وسله وال سازمان په يوې خبرپاڼه کې د ملېشه ځواکونو هغه ادعا رد کړې چي ګواکي د دوى په عملياتو کې وژل شوي کسان دي وسله وال وي او تور يې پورې کړى چي د ملېشه سرتېرو په ډزو کې يوه ۱۰ کلنه ماشومه فاطمه او دوه نور عام کسان وژل شوي دي، خو دا خبر د ملېشه ځواکونو له خوا نه دى تاييد شوى.

د يادونې وړ ده چي کوهلو، ډېره بګټي او د کېچ په شمول له ايران سره پر پوله پرتې هغه ناارامه سيمې دي چي وسله وال بلوڅان په کې له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او وخت په وخت يې له پاکستاني امنيتي ځواکونو سره نښتې کېږي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG