د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د لادرکو نړيواله ورځ: بلوچستان کې زرګونه خلک جبري ورک شوي


پرون په نړۍ کې په جبري توګه د ورکو خلکو نړيواله ورځ وه، په کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکى سازمان وايي په دې ايالت کې زرګونه بلوڅان ورک دي چې د موندلو لپاره‌يې هېڅ يوه اداره کار نه‌کوي، خو خراب شوي مړي يې وخت په وخت موندل کېږي.

بلوچستان د پاکستان هغه ناارامه ايالت دى چې تر بل هر ځاى زيات خلک په‌کې له کلونو راهيسې ورک دي او کورنۍ يې وايي چې دوى په جبري توګه لادرکه کړاى شوي دي.

د دغو ورکو خلکو زيات شمېر د ملتپالو او خپلواکي غوښتونکو بلوڅو سياسي فعالان دي.

په کوټه کې د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان له‌خوا د پرېس کلب څنګ ته له تېرو اوو کلونو راهيسې احتجاجي کمپ لګېدلى، خو وايي په جبري توګه لادرکه بلوڅان ژوندي موندل کېږي نه بلکې خراب شوي مړي يې وخت په وخت پر بيابانونو غورځول کېږي.

د دې سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ پرون په جبري توګه د ورکو خلکو د نړيوالې ورځې په مناسبت خبري غونډې ته وويل:

ماما قدیر
ماما قدیر

"نه مو دا ورک خلک ښکاره شوي دي نه موږ ته دا مالومه ده چې دوى چېرې دي چېرې نه‌دي، د خرابو مړو د غورځولو شمېر زيات شوى دى کم شوى نه‌دى، ۳۵ زره کسان بې درکه دي، تر اتو زرو زيات په شکنجو وژل شوي دي، د ورکو خلکو دا فهرست مو حکومت، اعلى محکمې، سترې محکمې، د بشري حقونو ادارو او ملګرو ملتونو ټولنو ته ورکړى دى."

د دغو ورکو بلوڅانو د موندنې لپاره څو کاله مخکې يو عدالتي کمېسیون هم جوړ شوى چې د ځينو ورکو کسانو دوسيې په‌کې څېړل کېږي، خو د ورکو بلوڅانو لپاره د پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي چې نور له داسې کمېسیونونو ناهيلي شوي دي، ځکه چې وايي محکمو ته‌يې د ورکو بلوڅانو د مرموزو تښتونو په اړه شواهد هم وړاندې کړي، خو خلک‌يې نه‌دي موندل شوي.

ښاغلی نصرالله بلوڅ وايي:

"موږ به مخکې بيا-بيا ويل چې خلک مو په جبري توګه وړل کېږي او خراب مړي يې غورځول کېږي، خو اوس د سترې محکمې په کچه دا ثابته شوه چې د خلکو په تري تم کولو کې مو حکومتي ادارې لاس لري، په دې اړه د محکمې د کمېسیون جوړول هسې د وخت تېرول دي، دا د ورکو خلکو د دوسيو د خرابولو لپاره جوړ شوى او د هغو ادارو چې خلکو په جبري ورکېدنو کې لاس لري، د وکالت لپاره جوړ شوى."

که څه هم د ورکو بلوڅانو سازمان وايي چې په جبري توګه د لادرکه بلوڅانو شمېر اوس ٣٥٠٠٠ تنو ته ختلى او په شکنجو د وژل شويو کسانو شمېر شاوخوا اته زره دى، خو د بلوچستان د داخله چارو وزارت وايي په تېرو شپږو کلونو کې له ورکو خلکو څخه د شاوخوا زر تنو مړي موندل شوي دي چې په هغوى کې اکثريت‌يې د بلوڅانو دي او شاوخوا سل تنه لا هم ورک دي.

د بلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ وايي د زرګونو خلکو د جبري ورکېدنې او وژنو ادعا هسې د حکومت په ضد يو پروپاګند دى، انوارالحق تور پورې کړ چې وايي په دوى کې اکثر يې په افغانستان کې دي، خو دوى دلته د ورکو خلکو په لېسټ کې شامل کړي دي.

ښاغلی کاکړ زیاتوي:

"له موږ سره د ورکو خلکو شمېر ٩٨ دى چې موږ يې په اړه پلټنه کوو، په دوى کې اکثراً هغه کسان دي چې په افغانستان کې په مختلفو کمپونو کې اوسېږي او هلته وسله‌واله روزنه تر لاسه کوي، خو دلته‌يې نومونه د ورکو خلکو په لېست کې اچول شوي دي، دوى په خپله خوښه ورک دي په جبري توګه ورک شوي نه‌دي."

د بشري حقونو نړيوالو ادارو په وار وار په بلوچستان کې د خلکو پر جبري ورکېدنو او پر بشر ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم پرون په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې په اسيايي هېوادونو خصوصاً په پاکستان کې اوس هم خلک په جبري توګه لادرکه کېږي چې وايي تر څو دا کار په نړيواله توګه جرم نه‌وي اعلان شوى مخنيوى يې نه‌شي کېداى.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG