د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

پاکستاني چارواکي: پر چمن یوازې افغان ناروغانو ته د تګ اجازه ورکوو


پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې د چمن له دروازې به یوازې افغان ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.

د قیصر خان په نوم د پاکستان یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي چې د چمن دروازه به له افغان ناروغانو پرته د نورو ټولو پر مخ تړلې وي.

د اسوشیټېد پرس خبري اژانس د راپور له مخې هغه دا خبره نن کړې خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي چې تر اوسه دغه دروازه د افغان ناروغانو پر مخ نه‎ده پرانیستل شوې.

خپلواک: لاهم د چمن دروازه د ناروغانو پرمخ نه ده پرانیستل شوې.
خپلواک: لاهم د چمن دروازه د ناروغانو پرمخ نه ده پرانیستل شوې.

دغه پوله د تېرې جمعې ورځې راهیسې چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوو سرحدي کلیو کې د پاکستان له‎خوا د سرشمېرنې پر سر نښته وشوه تړلې ده.

د کندهار چارواکو وویل، نښته هغه وخت وشوه چې پاکستاني ملېشې د سپین‎بولدک او چمن تر منځ پرتو د لقمان او نظر کلیو ته د خلکو د سرشمېرنې لپاره ننوتل.

د اسوشیټېډ پرس په لیکنه پاکستان ویلي چې د دې هېواد د سرشمیرنې پر کارکوونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

خو افغانستان وایي، لومړی ډزې پاکستان وکړې چې دوه سرتېري او ۹ ملکیان‌یې ووژل.

پاکستاني چارواکي دغه کلي د خپلې خاورې برخه بولي.

د دغې شخړې د څېړنې او د لانجې د هواري لپاره د دواړو لورو تر منځ د سیمه‌ییزو چارواکو په سطح څو غونډې شي چې تر اوسه‌یې نتیجه نه‎ده معلومه.

دغه‌راز ویل شوي چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه هم په دې اړه چې بېله شوې کرښه له کومو ځایونو تېرېږي څېړنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG