د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ پر سقوط نړېوالې تبصرې


نيويارک ټايمز (New York Times):

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د سپين بولدک او چمن ترمنځ په صفري سيمه کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ پر وروستۍ نښته ليکنه خپره کړې ده.

دغه نښته چې د جمعې په ورځ وشوه، تر لسو ساعتونو ډېره موده يې دوام وکړ او په دواړو لوريو کې يې مرګ ژوبله واړوله.

ورځپاڼې د کندهار د مقاماتو په حواله ليکلي، نښته هغه وخت پيل شوه چې د پاکستان لوري غوښتل د افغانستان د قلمرو په دوو کليو کې سرشمېرنه وکړي.

نيويارک ټايمز په همدې تړاو د پاکستان د پوځ اعلاميې ته اشاره کړې چې په کې ويل شوي، د افغانستان سرحدي پوليسو له يوې اوونۍ د چمن په لقمان او جهانګير کليو کې د سرشمېرنې د مامورانو مخه نيوله؛ خو افغان مقامات وايي دغه دوه کلي د افغانستان په قلمرو کې پراته دي.

ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښه يوه لانجمنه موضوع ګڼي چې له اوږدې مودې راهيسې پر دې کرښه د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ نښتې شوې دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، افغان مقاماتو له مودو راهيسې پاکستاني ځواکونه تورن کړي چې له خپلې خاورې يې د افغانستان پر ختيځو ولسواليو دوامداره د راکټونو حملې کړي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې له زياتې مودې راهيسې ترينګلې دي.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګولى له طالبانو سره چې د رهبرۍ د شورا مرکزونه يې په پاکستان کې دي- همکاري کوي.

خو پاکستان بيا پر افغان حکومت د هغو تروريستانو په ګمارنې تورن کړي چې د پاکستان په خاوره کې په خونړيو بريدونو تورن دي.

انټرنشنل بزنس ټايمز:

بريتانوۍ انلاين خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز د وسله والو طالبانو لاس ته د کندز د قلعه زال ولسوالۍ پر سقوط ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي وسله والو طالبانو کندز ښار له ٢٠١٥میلادي کال راهيسې دوه وارې د لنډ مودې لپاره نيولى،خو تر شديدې جګړې وروسته بېرته ترې شړل شوي دي.

خپرونه زياتوي، وسله والو طالبانو د خپلو پسرلنيو عملياتو تر اعلان مخکې هم خپلې جګړې شديدې کړې وې.

ګلوب ايند مېل (Globe and Mail):

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې ګلوب ايند مېل هم د افغانستان امنيتي مسايلو ته کتنه کړې او په يوه پرونۍ ليکنه کې يې په هلمند کې د څلورو پوليسو پر وژل کېدو تبصره کړې ده.

يوه مقام ويلي، چې لږ تر لږه څلور پوليس د شنبې سهار وختي د لښکرګاه د پنځمې امنيتي حوزې په سره ګودر سيمه کې په يوه پوسته کې وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اقا نور کينتور ويلي، ښايي څلور واړه پوليس د خپل يوه ملګري له خوا وژل شوي وي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

ګلوب ايند مېل ورځپاڼې ليکلي، که څه هم د پېښې مسووليت تر پرون پورې چا نه و منلى، خو وسلوالو طالبانو په ټول هېواد کې د افغان امنيتي ځواکونو پرضد خپلې حملې زياتې کړې دي.

خو يوې بلې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، چې په پېښه کې ٧ تنه پوليس وژل شوي، يو ټپي دى او يو تن حمله کوونکو له ځان سره بېولى دى.

XS
SM
MD
LG