د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د سپین بولدک او چمن نښتې په تړوا د افغانستان او پاکستان اعتراضونه


د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د وروستۍ شخړې په تړاو دواړو هېوادونو اعتراض کړى دى.

افغان حکومت وايي، د کندهار ولايت د سپين بولدک او چمن ترمنځ په صفري سيمه کې پرونۍ نښته اول پاکستاني پوځيانو پيل کړه.

د کرښې په دواړو لوريو کې د ازادي راډيو خبريالان د امنيتي سرچينو په حواله وايي، په دې نښته کې چې له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخيستل شوى، دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وروستي راپورونه وايي چې په دواړو لوريو کې ١۵ تنه وژل شوي، دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

د پېښې په تړاو افغان حکومت پرون جمعه په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافير احضار او خپل سخت اعتراض يې ورته څرګند کړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

"د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافير د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر په نامه کليو د درنو وسلو د انداختونو او په ساحه کې د پاکستاني پوځيانو د نورو سرغړونو په تړاو احضار او په دې اړه يې خپل سخت اعتراض ورته څرګند کړ، ورته وويل شول چې اول انداخت د پاکستاني ځواکونو له خوا شوى دى."

د پرونۍ نښتې په تړاو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتل شوى و.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان شارژدافير د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې نښته اول د افغان ځواکونو له خوا پيل شوې ده.

افغان حکومت وايي، د لقمان او نظر په نامه کلي له ډيورند کرښې دې غاړې ته د افغانستان په خاوره کې پراته دي، نو ساتنه او دفاع يې د افغان ځواکونو دنده ده.

پرونۍ نښتې تر لسو ډېر ساعتونو ډېره موده دوام وکړ.

بلخوا د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کميسيون غړي محمد داود کلکاني له ازادي راډيو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتنه وکړه:

"ډيورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه فرضي کرښه ده چې افغانانو ته د منلو وړ نه ده، پاکستانيان بايد پر دې کرښه د تاسيساتو او ودانيو له جوړولو ډډه وکړي چې د شخړې سبب کېږي، پاکستانيان بايد متوجه وي، که دوى هره ورځ له دې کرښې دې غاړې ته تاسيسات جوړوي دا مسئله د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ ستونزې پيدا کوي."

د افغانستان په ختيځ کې ډيورند کرښې ته څېرمه له نورو پرتو سيمو هم د پاکستاني پوځيانو د تحرکاتو راپورونه ورکول شوي دي.

د مشرانو جرګې ځينو غړو تېره مياشت په يوه غونډه کې اعتراض وکړ چې پاکستاني قواوو له اعتراضونو سره- سره د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د تاسيساتو جوړولو چارې نه دي درولي.

د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونه تېر کال په تورخم کې هم په خپلو کې په جګړه اوښتي چې مرګ ژوبله يې هم اړولې وه.

XS
SM
MD
LG