د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

پاکستان: افغانستان دې د خپلو داخلي ستونزو تورونه پر نورو هېوادونو نه لګوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان دې د خپلو داخلي امنيتي ستونزو تورونه پر نورو هېوادونو نه لګوي.

د دغه وزارت ویاند نفیس زکریا دا څرګنددونې په داسې وخت کې کړي چې د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ د پاکستانیو چارواکو له خوا د پاکستان د سفر بلنه رد کړې او همداراز یې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې په ترهګریزو پېښو کې ککړ وسله وال دې کابل ته وسپاري.

ښاغلي زکریا د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال د افغان ولسمشر له خوا د پاکستان د دورې د ردولو او همداشان د ترهګرو د سپارلو په لړ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغانستان دې د تورونو له لګولو ډډه وکړي او په خبره یې چې دغه هېواد دې خپلې داخلي معاملې بهرنۍ نه ګڼي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"پاکستان په دې خپل ټینګار جاري ساتلی چې د افغانستان مسئلې داخلي دي، د افغانستان لخوا مسئلو ته بهرنی شکل ورکول او پر نورو د افغانستان بې ثباتئ تور لګول به کمک ونه کړي، دا به د ټولو په ګټه وي چې له داسې تورونو لګولو نه ډډه وشي،ځکه چې له دې هېڅ مقصد نه ترلاسه کېږي."

ولسمشر غني.
ولسمشر غني.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې وخت کې د پاکستان د سفر بلنه رد کړې چې د پاکستان د پارلمان د رئیس په مشرۍ ددې هېواد د پارلمان د غړیو یوه جګپوړي پلاوي تېره اوونۍ د کابل دوه ورځنۍ دوره وکړه اوله افغان چارواکو سره یې وکتل.

د پاکستان د سیاسي مشرانو تر دغه سفر وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال نوید مختار هم د کابل سفر وکړ او پر افغان ولسمشر اشرف غني سربېره یې له خپل افغان سیال او نورو افغان چارواکو سره په یو لړ مسایلو وغږېد.

د افغان ولسمشر ویاند کابل ته د نوید مختار تر سفر وروسته رسنیو ته ویلي چې نوموړي افغان ولسمشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې، خو په خبره یې، افغان ولسمشر دا بلنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې ترڅو پاکستان د مزار شریف، په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون او د کندهار د بریدونو مسؤلین کابل ته ونه سپاري او پر خپله خاوره د افغان طالبانو پر ضد اقدامات ونه کړي، تر هغو به د پاکستان سفر نه کوي.

له بلې خوا بیا د سیاسي او سیمه ییزو چارو ځینې کارپوهان د افغان ولسمشر له خوا د پاکستان د سفر د بلنې ردولو ته په اشاره وايي، له دې بیانه داسې ښکاري چې افغانستان له پاکستانه خپه دی، خو ټینګار کوي چې دواړه هېوادونه دې ستونزې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي.

د سیاسي چار کارپوه سمیع یوسفزي په دې اړه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې د کابل او اسلام اباد پر ښو اړیکو ټینګار کړی او وايي چې د دواړو ترمنځ د مذبذبو اړیکو ګټه به ښايي وسله والو ته ورسېږي.

سمیع یوسفزی.
سمیع یوسفزی.

نوموړي زیاته کړه:

"زما خیال نه دی چې دغه موقف یا مخالفت به تر اخره پورې پاته شي ځکه چې دا د دواړو ملکونو سیاست دی او په سیاست کې یوه خبره اخري خبره نه وی، که دوی غواړي چې مشکلات هوار کړي او اړیکې ښې شي نو دوی دې بیا بیا له یو بل سره کېني او که خبرې ناکامه شي نو بیا دې خبري وکړي ځکه چې که دواړو ملکونو یو بل مشران سفر نه کوي نو له دې سره به تعلقات نور هم خراب شي او د دې ګټه به وسله والو او جهادي عناصرو ته رسېږي."

پاکستان او افغانستان له تېرې اوږدې مودې راهیسې پر یو بل تورونه لګوي چې خاوره یې د یو بل پر ضد کارېږي، خو دواړه لوري دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د چا پر ضد کارېدوته پرې نه ږدي.

د یادونې وړ ده چې پاکستانیو چارواکو دروان کال په فبروري میاشت کې افغانستان د هغو ۷۶ ترهګرو لېست ورکړی و چې د دوی په وینا په افغانستان کې پټ دي او د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي چې په ځواب کې یې بیا افغان چارواکو پاکستان ته د۸۵ وسله والو او ۳۲ ترهګریز کېمپونو فهرست ورکړ چې د دوی په وینا په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه پلانوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG