د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۸

پاکستان وايي د پولې پر سر نښته کې يې١٠ تنه وژل شوي۴٠ ټپيان دي


پاکستاني چارواکي وايي، پرون د پولې پر سر د افغان او پاکستاني چارواکو د نښتې په نتيجه کې لس تنه د افغان سرحدي ځواکونو په ډزو وژل شوي او د سرحدي سرتېرو په شمول شااوخوا څلوېښت کسان ټپيان شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر پرون د دې پېښې په تړاو په اسلام اباد کې افغان شارژداپېر وربللى او د افغانستان له غاړې پر ډزو او د خلکو پر وژنه يې ورته احتجاج کړى دى.

د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د جمعې په سهار سپېدو مهال سپین بولدک او چمن سره پيل شوې جګړه پرون ماسپښين شااوخوا درې بجې پاى ته ورسېده او د دواړو غاړو د سرحدي ځواکونو مشرانو په يوه مذاکراتي ناسته کې اوربند اعلان کړ.

په دې شااوخوا دوولس ساعته نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغان سرحدي ځواکونو په ډزو لس تنه وژل شوي او تر دېرشو زيات کسان ټپيان شوي دي.

په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان اکثر عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي چې سمدستي د چمن سيمې روغتون ته يووړل شول، خو په دوى کې اووه- تنه چې حالت يې مرګونى وو- د درملنې لپاره د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شول.

پاکستان وايي د دې نښتې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.
پاکستان وايي د دې نښتې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وايي، په نښته کې يو ملېشه سرتېری هم وژل شوى او څلور نور پکې ټپيان شوي دي.

له ټپيانو سره راغلي يوه تن رسنيو ته وويل:

"موږ په کور کې دننه د کوټې مخته ناست وو چې يو توغندى راغى او وچاودېد، زما دوه وروڼه او دوه ورېرونه پکې ټپيان شوي دي او مور مې برسېرنه پکې ټپي شوې ده."

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهرى د ټپيانو د ليدو لپاره ملکي روغتون ته ورغى او له رسنيو سره يې په خبرو کې وويل چې له افغانستان، ايران او هند سره پر پوله مخکې هم د پاکستاني سرحدي ځواکونو نښتې شوې دي، خو وايي دا لومړۍ پېښه ده چې دومره زياتو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله:

"دا لومړى ځل دى چې دومره لويه پېښه وشوه، دا چې زموږ خواته سرشمېرنه روانه ده او ځينې داسې کلي شته چې نيم په افغانستان کې دي او نيم زموږ په خاوره کې دي، نو ځکه يو سوتفاهم را منځته شوى او افغان ځواکونو داسې فکر کړى چې ګواکې موږ د دغو کليو په هغو ځايونو کې سرشمېرنه کوو چې د پولې پر سر پراته دي."

دا نښته وروسته له هغه پيل شوه چې د پاکستان د سرشمېرنې د ادارې کارکوونکيو د پوځي سرتېرو په بدرګه د ډيورند کرښې پر سر په دوو کليو «لقمان کلي» او «جهانګير کلي» کې سرشمېرنه کوله او ادعا کوي چې دا کلي د پاکستان په خاوره کې دي، خو افغان چارواکو ځکه له سرشمېرنې را وګرځول چې وايي «لقمان کلى» د افغانستان په خاوره کې دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند نفيس زکريا رسنيو ته وويل چې افغان چارواکي يې مخکې له مخکې له دې سرشمېرنې خبر کړي وو:

"افغان حکومت ته د پاکستان په خاوره کې د سرشمېرنې په اړه خبرتيا ورکړل شوې وه او د ځايونو په اړه مو هم کره معلومات ورکړي وو، موږ په خپله خاوره کې سرشمېرنه کوو او دا زموږ د استقلال حق دى."

د چمن سيمې چارواکي وايي چې پر «لقمان» او «جهانګير» کليو تر ډزو وروسته د دغو کليو خلک خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي چې له ستونزو سره مخامخ دي.

ايالتي حکومت له افتونو د مخنيوي ايالتي ادارې «پي ډي ايم اې» ته امر کړى چې له دغو بې کوره شويو خلکو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

تر دې نښتې وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن او وېش پوله يو ځل وتړل شوه او څرګنده نه ده چې کله به پرانيستل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG