د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۱۲

عبدالرازق: پاکستاني ملېشو سره نښته کې درې تنه وژل شوي


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته ورسېده.

افغان چارواکي په دغه ۱۲ ساعته جګړه کې د ملکیانو په شمول د ۲۸ کسانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو او سرحدي پولیسو ترمنځ په جګړه کې یوه مېرمن او دوه سرحدي پولیس وژل شوي یوولس سرحدي پولیس او څلورلس ملکیان ټپیان شوي دي.

د قوماندان په وینا په دغه جګړه کې پاکستاني لوري ته هم تلفات رسېدلي خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

د قوماندان په وینا د لقمان او نظر کلي د افغانستان سيمه ده خو پاکستانيو ځواکونو غوښتل چې دلته سرشمېرنه وکړي.

جنرال رازق وايي چې دوى د افغان کېمشنرۍ له لارې پاکستاني لوري ته خبر ورکړى و چې په دغه سیمه کې دې سر شمېرنه نه کوي خو هغوى نن سهار وخته له پوځي موټرو سره راغلي وو او پر افغان ځواکونو يې ډزې پيل کړې.

​د قوماندان په وینا افغان ځواکونو له مجبورۍ څخه له ځانه ددفاع په موخه ځوابي بريد کړى.

نوموړی زیاته کړه:

"موږ دوی ته تر خبرتیا وروسته چمتوالی نیولی وو او مرکز په جریان کې وو چې متقابل جواب مو ورکړ."

د دغه جګړې له امله د سپین بولدک او چمن د دوستۍ دروازه و تړل شوه او د جګړې له سيمې تر زرو پورې کورنۍ بې ځايه سوې او خوندي سيمو ته يې ځانونه و رسول.

دغه کورنۍ چې ډېره برخه یې د کندهار سپین بولدک ولسوالي بازار ته راغلي د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"کورونو کې ټوله سامانونه پاته شول یوازې مو سرونه را ویستل موږ ته دي دولت وسلې راکړي موږ اماده یو چې د هېواد څخه دفاع وکړو."

په عین وخت کې پاکستاني مقاماتو هم خپل لوري ته په دغه جګړه کې د پنځوسو کسانو د مرګ ژوبلي ادعا کړې ده.

پخوني معلومات:

د کندهار ولایت چارواکي وايي، د افغان او پاکستاني پوله ساتو تر منځ جګړه درېدلې او داوړو لوریو د اوربند موافقه کړې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې نن ماښام افغان او پاکستاني پلاوی راتلونکې کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د بولدک لورې ته شا او خوا لسو سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې او ملکي کسانو ته هم تلفات رسېدلي دي.

له کوټې ښاره د ازادي راډيو خبريال راپور راکوي چې پاکستاني چارواکي وايي، د چمن لور ته نهه کسان وژل شوي او د څلورو پاکستاني سرحدي ځواکونو په شمول ۴۲ کسان ټپيان شوي چې د کوټې او چمن بېلابېلو روغتونو ته وړل شوي دي.

د سپین بولدک نښته کې زخمي شوي ملکي وګړي د چمن روغتون ته وړل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې يا «ای ايس پي ای» د اعلاميې په وينا پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو د ډزو په عکس العمل کې د افغانستان لوري ته سپکې او درنې وسلې کارولي دي.

له سيمې څخه په بولدک کې د جګړې له کبله زر کورنۍ بې ځايه شوي دي.

د کندهار ولايت ویاند صميم خپلواک ازادي راډيو ته وويل، د دواړو لورو تر منځ نښته هغه مهال پيل شوه چې پاکستاني ملېشو غوښتل د کندهار د بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر په نوم کلیو کې سرشمېرنه وکړي چې د افغان امنيتي ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شول.

په دغه جګړه کې دواړو لورو درنې وسلې کارولي دي.

  • پخواني معلومات:

د کندهار ولایت چارواکي وايي، له پاکستاني سرحدي ساتونکو سره نښته اوس هم جریان لري.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم سیمې ته رسېدلی دی.

جنرال رازق ويلي چې په ډزو کې يوولس افغان سرحدي ساتونکي ټپيان شوي دي او يو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د ازادي راډيو خبريال راپور راکوي چې تازه دمې سرتېري د سپین بولدک ولسوالۍ لقمان کلي ته رسېدلي دي چيرته چې دا نښته له سهار راهيسي روانه ده.

له سيمې څخه د جګړې له کبله زر کورنۍ بې ځايه شوي دي.

د کندهار ولايت ویاند صميم خپلواک ازادي راډيو ته وويل، د دواړو لورو تر منځ نښته هغه مهال پيل شوه چې پاکستاني مليشو غوښتل د بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر په نوم کلیو کې سرشمېرنه وکړي چې د افغان امنيتي ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شول.

د ښاغلي خپلواک په وينا، د پاکستاني ملېشو دوه ټاکنونه سوځل شوي دي او دواړو لورو ته تلفات اووښتي دي.

په دغه جګړه کې دواړو لورو درنې وسلې کارولي دي.

خو پاکستاني چارواکو له افغانستان سره پر پوله د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د ډزو په نتيجه کې د يوه ملکي د وژل کېدو او د پوځيانو په ګډون د اتلسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې يا «ای ايس پي آر» په یوه اعلاميه کې ادعا کړې ده چې د جمعې په ورځ سهار شا او خوا څلور بجې افغان پوله ساتو ځواکونو پر هغو امنيتي کسانو ډزې پيل کړې چې په چمن کې يې د سرشمېرنې د ټيم امنيت نيولی وو.

د اعلاميې په وينا پاکستاني ځواکونو په عکس العمل کې د افغانستان لوري ته سپکې او درنې وسلې کارولي دي.

د ازادي راډيو خبريال د کندهار د والي د وياند صميم خپلواک له خولې وايي چې دوی هڅې کوي خلک له سیمې خوندي ځايو ته وباسي.

  • پخواني معلومات:

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني ملېشو ترمنځ نن جمعه سهار جګړه پيل شوې او لاهم دوام لري.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې جګړه نن سهار ۳ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي صمیم وویل پاکستاني ملېشو غوښتل د لقمان په کلي چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمه ده سرشمېرنه وکړه چې د افغان ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شول چې وروسته جګړه رامنځته شوه چې اوس هم جریان لري.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې په جګړه کې د پاکستاني ملېشو دوه تانکونه هم سوځول شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د کره تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پېښې ځای ته تازه دمه افغان سرحدي پولیس رسېدلي دي.

په سیمه کې یوه سرحدي پولیس د نوم نښودلو به شرط ازادي راډیو ته وویل چې په یاده جګړه کې شپږ افغان سرحدي پولیس هم ټپيان شوي دي.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د یادې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته د سپین بولدک او چمن لار هم د خلکو پر مخ تړل شوې ده.

پاکستاني ملېشو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG