د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغان حکومت د ۵۰ افغان سرتېرو د وژلو په اړه د پاکستان ادعا رد کړه


د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې ګواکې په سرحدي سیمه چمن کې یې ۵۰ افغان سرتېري وژلي د افغان مقاماتو له‌خوا په کلکه رد شوه.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، یوازې دوه سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي نه هغه شمېر کسان چې پاکستاني پوځیان‌یې ادعا کوي.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي
د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي وايي:​

"دغه ادعا چې دوی کړې چې ګواکې زموږ ۵۰ سرتېري یې وژلي دي دا کاملاً غلطه ادعا ده. موږ دا ادعا په کلکه ردوو. د مې پنځمې باندې دوی کومې ناقانونه سرغړونې چې په چمن کې کولې او کومو سیمو ته چې دوی دننه شوي و او زموږ سرحدي پوځیانو یې ممانعت وکړ دوی په افغان پوله‌ساتو ځواکونو اول برید کړی و. طبعاً زموږ سرحدي پوځیانو هم د دې برېدونو ځواب ورکړی. دوی ته هم تلفات اوښتي خو خپلې مرګ‌ژوبلې نه‌وايي."

د صدیقي په خبره اول وار پاکستاني ملېشو له اصولو سرغړونه کړې وه او هغې سیمې ته داخل شوي وو چې حق‌یې نه‌درلود.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته د جمعې په ورځ وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان د سرشمېرنې یو ټیم د پوځیانو په ملتیا یوه کلي ته دننه شو.

اسلام‎اباد بیا د افغان حکومت دا ادعا رد کړه چې د سرشمېرنې کوم ټیم دې د پوځیانو په ملتیا سرحدي کلي ته داخل شوی وي.

د هغو راپورونو پر اساس چې تر پېښې لږ څه وروسته خپاره شول یو افغان او اووه پاکستانیان د جمعې ورځې نښته کې وژل شوي وو.

د پاکستان د سرحدي پوځیانو یوه قوماندان جنرال ندیم احمد د یکشنبې په ورځ په چمن کې رسنیو ته په خبرو کې دا ادعا کړې چې ګواکې په نښتو کې یې ۵۰ افغان سرتېري وژلي او سل تنه‌یې ژوبل کړي دي.

د پاکستاني پوځ بل قوماندان جنرال امر ریاض ویلي په دې خوښ نه‎دی چې افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې د وراوښتو خبره کوي خو د ده په خبره افغان مقامات باید دې خبرې ته جدي پاملرنه وکړي.

د پاکستاني پوځ یو قوماندان جنرال امر ریاض وايي:

"په دې خبرې سره نه‌یم خوښ چې موږ د افغانستان څلور پنځه پوستې ورانې کړي او افغان پوځیانو ته مو تلفات واړول ځکه چې هغوی پاکستان ته د ننوتلو هڅه کوله. په هر صورت زه هیله لرم چې افغان مقامات په دې اړه غور وکړي ځکه چې تاوان تر ټولو زیات افغانانو ته اوړي."

جنرال امر ریاض دا هم ویلي چې چمن کې د هغې سیمې په اړه چې په‎کې نښته شوې د ډیورند کرښې د معلومولو لپاره له افغان مقاماتو سره ګډه غونډه کوي.

د معلوماتو له مخې پاکستاني پوځیان د لقمان او نظر کلیو ته د سرشمېرنې په نوم د سرشمېرنې له ټیم سره داخل شوي دا هغه کلي دي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې برخلیک نه‌دی معلوم.

د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز بیا وايي چې پاکستان پلمې جوړوي او غواړي دغو مسایلو ته په لمن وهلو خپل نور اهداف تعقیب کړي.

د ډیورند په ۲۴۰۰ کېلو متري کرښه باندې تل د افغان او پاکستاني پوځیانو جګړې شوي او له دې کرښې افغانستان ته د مخالفینو په اوښتو پاکستان تر انتقاد لاندې نیول شوی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG