د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۲

افغان چارواکي: د لقمان او نظر کلیو کې بیا سرشمېرنه نه‌ده شوې


د کندهار سیمه‎ییز چارواکي د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې ردوي چې ویلي یې دي، د سپین‎بولدک او چمن تر منځ په هغو کلیو کې سرشمېرنه بېرته پیل شوې چې تېره اوونۍ پرې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته وشوه.

پاکستاني چارواکو دغه‌راز ویلي چې له دغې نښتې وروسته د دواړو لورو تر منځ د شوې موافقې له مخې په دغو سرحدي کلیو کې د جیولوژۍ سروې پیل شوې تر څو په لانجمنو سیمو کې بېله شوې کرښه په نښه شي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي چې تر اوسه د شخړې د هواري لپاره د دواړو لورو تر منځ دوه درې ځلې غونډې شوي، خو په دې اړه چې په سیمه کې دې سروې وشي، یا دې د لقمان او نظر کلیو کې د پاکستان له‎خوا سرشمېرنه وشي، هېڅ ډول موافقه نه‎ده شوې او نه‌هم په‎دې کلیو کې سروې ته اجازه ورکوي، ځکه دغه دواړه کلي د پولې دې غاړې ته پراته دي.

تېره اوونۍ د سپین‎بولدک-چمن پولې ته نېږدې په لقمان او نظر کلیو کې د پاکستانيو چارواکو له‎خوا د سرشمېرنې پر سر شخړه رامنځته شوه چې د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې بله نښته نه‌ده شوې او د دغې لانجې د هواري لپاره سیمه‎ییزه اداره له مرکزه هدایت ته سترګې په لار ده.

د اسوشیټېډ پرس خبري آژانس د راپور له‎مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت یوه چارواکي کاشف نبي د دوشنبې په ورځ وویل چې د سرشمېرنې ټیمونه چې پوځي افسران هم ورسره دي، د دوشنبې په ورځ بېرته سیمې ته لاړل او سرشمېرنه‌یې پیل کړه.

د پاکستانيو چارواکو په وینا، په دغو لانجمنو کلیو کې یې سرشمېرنه د نښتو د پیلېدو له وېرې شاته غورځولې وه.

ښاغلي نبي وویل چې په سیمه کې اوس وضعیت آرام دی، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سپین‎بولدک او چمن دروازه تر اوسه تړلې ده.

پاکستانيو چارواکو دا هم ویلي چې له دغو کلیو شااوخوا دوه زره کورنۍ نورو سیمو ته لېږدول شوې دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هېڅ یو لوری نه‌غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه وشي، یا خلک ووژل شي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

سرتاج عزیز که څه هم د اسلام‌آباد پر ادعا چې افغانستان لومړی ډزې پیل کړې، بیا تأکید وکړ، خو ویې‌ویل چې ډېپلوماسي باید پر سوء تفاهم برلاسې شي او باور بېرته اعاده کړي.

هغه دا هم وویل چې دواړو لورو موافقه کړې چې په سیمه کې بېله شوې کرښه وڅېړي او زیاته‌یې کړه، دی هیله‎مند دی چې په څو راتلونکو ورځو کې دغه مسئله په سیمه‎ییزه کچه د قوماندانانو تر منځ او هم په لوړه کچه د قوماندانانو تر منځ د غونډو له لارې هواره شي.

XS
SM
MD
LG