د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

مشرانو جرګه: داعش، طالب او پاکستاني پوځيان له یوه ادرسه رهبري کېږي


يو شمېر افغان سناتوران وايي، سږ کال افغان امنیتي ځواکونه په ډېر کم تجهیز سره د داعش، طالبانو او پاکستاني پوځيانو سره جنګېږي او دغه درې واړه ډلې له يوه ادرسه يعنې پاکستان څخه رهبري کېږي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د دې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي ناسته کې د يادې موضوع په تائيد سره ټینګار وکړ چې د کندهار په سپين‎بولدک کې د پاکستاني ځواکونو تېریو او د وسله‎والو طالبانو د حملو شدت نور د خلکو زغم پای ته رسولی.

ښاغلی مسلمیار وايي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازي باید په دې تړاو خپل شکایت ثبت کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"د افغانستان د حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې د ډيپلوماتیکو اصولو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي او د ډيورند په بدبخته کرښه د دغو تحرکاتو چې د پاکستان له‎خوا کېږي مخه ونیول شي."

د هېواد په څو شمالي او جنوبي ولایتونو کې د ناامنیو د ډېرېدو تر څنګ له دې يوه ورځ وړاندې د سپين‎بولدک او چمن تر منځ د لقمان او نظر کلیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه.

له نښتې وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ غونډه
له نښتې وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ غونډه

د کندهار ولایت د امنیه قوماندان په وینا دغه نښته کې دوه افغان سرحدي پولیس او يوه مېرمن ووژل شول او د سرحدي پولیسو په ګډون ۲۵ تنه نور ټپيان شول.

د افغانستان مشرانو جرګه په سپین‎بولدک کې د پاکستاني پوځيانو له‎خوا پر افغان پوځيانو دا ډول بریدونه غندي او په هېواد کې د پردیو هدفونو په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو او سیاسي ګوندونو په يووالي ټينګار کوي.

له دې وړاندې د هېواد ختیځ کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بیا د ننګرهار او کونړ ولایت پر ځينو سیمو د راکټونو توغول پېل کړي چې خلکو ته‌يې تلفات هم اړولي.

افغان حکومت پاکستان په کراتو د ترورېستي ډلو په ملاتړ تورن کړی او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازي د پاکستان له‎خوا د افغانستان پر خاورې د راکټي بریدونو په اړه شکایت هم د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې کړی دی.

خو دا چې دغو شکایتونو تر دې مهاله ولې کومه نتیجه نه‎ده لرلې يو شمېر سناتوران وايي، د ملګرو ملتونو په سازمان کې يو شمېر داسې هېوادونه غړيتوب لري چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره نه‌غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي.

دغه سناتوران وايي، که نړيواله ټولنه او ناټو وغواړي افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته د پای ټکی اېښودلی شي.

يو له دغو سناتورانو باقي بریال وايي، سلګونه پاکستاني پوځيان چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي د افغانستان سرحدونو کې ځای پر ځای شوي او د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې خاموشۍ ته په پام سره اړتیا ده چې د يوې ولسي اجماع له لارې د پاکستان د دغو ناوړه کړنو په اړه پرېکړه وشي.

نوموړی وايي:

"له دې مسئلې باید په اسانۍ او ساده‎ګۍ سره تېر نه‎شو ځکه دا يو څرګند تېری دی او دوی له صفري نقطې ۱۲۰۰ متره د افغانستان خاورې ته دې‌خوا راغلي."

  • خو دغو پوښتنو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ځواب څه دی؟
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند خیرالله ازاد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند خیرالله ازاد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند خیرالله ازاد وايي:

"موږ د پاکستان له جمهوري حکومته د دې غوښتونکي یو چې د دواړو هېوادونو تر منځ چې هره مسئله او خبره وي باید د ډیپلوماتیکو او سیاسي لارو څخه تعقیب شي."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ ادعا کوي چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته طالبان د پخوا په پرتله د دغه هېواد له‎خوا ډېر تجهیز او افغانستان ته د جنګ لپاره لېږل شوي او پاکستاني پوځيانو هم خپلو حملو ته د افغانستان پر خاورې زور ورکړی.

ښاغلی بلوچ وايي، که حکومت د پاکستان د دا شان ناوړه کړنو په وړاندې چوپ پاتې شي او فوري اقدامات ونه‌وکړي نو افغانستان به د پاکستان د اهدافو قرباني شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG