د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

افغان او پاکستاني چارواکو د لقمان او نظر کلیو پر سر بیا خبرې وکړې


په کندهار کې د سرحدي زون قوماندان جنرال محمد انور انبیا او د پاکستان د سرحدي ملېشې د قول اردو قوماندان جنرال ندیم پرون هغو کلیو ته لاړل چې په وروستیو ورځو کې د دوو هېوادونو سرحدي ځواکونو پرې شخړه وکړه.

دې چارواکو پر ډیورند کرښه د لقمان او نظر کلیو پر سر د شخړې د حل کولو لپاره پرون دوشنبه بیا خبرې وکړې.

په دغو دوو کلیو کې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ وروسته له دې خونړۍ نښته وشوه چې پاکستان هڅه وکړه هغو کې سرشمېرنه وکړي او د خپل هېواد خاوره‌یې وشمېري.

افغانستان وايي چې دا سیمه د کندهار د سپین‎بولدک ولسوالۍ برخه ده.

د جمعې له نښتې وروسته د افغانستان او پاکستان د سرحدي قوماندانانو تر منځ دوه غونډې وشوې خو اختلاف ته‌یې د حل لار ونه‌موندلای شوه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پرون یو وار بیا د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکي لقمان کلي ته لاړل چې سیمه له نېږدې وګوري او خبرې پرې وکړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي چې دواړه هېوادونه د سیمو په اړه د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره د ګوګل له نقشو کار اخلي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط وویل چې د دوو هېوادونو د جیولوژیکي سروې ادارو خپل مأمورین د لانجمنو سیمو د سروې لپاره لېږلي دي او دوی به له ګوګل مپ یا نقشې هم کار واخلي.

په کوټه کې یوه بل پاکستاني چارواکي هم تائید کړه چې دواړه هېوادونه د سیمې پر سروې کولو راضي شوي دي.

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دا خبره ردوي، وايي چې د ګوګل د نقشې پر اساس د سیمې په اړه د پرېکړې موضوع نه‌ده مطرح شوې.

خپلواک د پاکستاني چارواکو دا ادعا هم رد کړه چې ګنې په لقمان او نظر کلیو کې د پاکستان د سرشمېرنې ادارې سرشمېرنه بېرته پیل کړې ده.

پرون پاکستاني چارواکو وویل چې په دغو کلیو کې یې سرشمېرنه پیل کړې ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان له لوري پر ډیورند کرښه پر دغو پرتو کلیو د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو په نښته کې شااوخوا ۱۰ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG