د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

کندهار چارواکي: پر کرښه د سروې او نښتې د څېړنو پایلې سبا معلومېږي


د کندهار ولایت مرستیال والي وايي، د افغانستان او پاکستان ګډو تخنیکي ټیمونو د چمن-سپین‎بولدک تر منځ پر ډیورند کرښه د پرتو کلیو جیولوجیکي سروې او د رامنځته شوې نښتې تحقیقات پیل کړي.

د کندهار سپین‎بولدک کې د ډیورند کرښې ته نېږدې د لقمان او نظر په نومونو هغه کلي چې پنځه ورځې وړاندې په‌کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه او دواړو لورو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته، افغان چارواکي وايي چې د دواړو هېوادونو ګډو ټیمونو د دغو کلیو جیولوجیکي سروې او د رامنځته شوې نښتې تحقیقات پیل کړي.

د کندهار د ولایت مرستیال حاجي اغالالي دستګیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټیمونه چې د سرحدي پولیسو جنرالان‌یې مشري کوي د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو کلیو ته رسېدلي او کار یې پیل کړی دی.

لقمان کلی
لقمان کلی

نوموړی وايي:

"زموږ له‎خوا جنرال انور خان د تخنیکې ټیم مسؤلیت لري سبا ته به ان‌شاءالله پایلې معلومې شي موږ به مرکز په جریان کې کړو بیا پرېکړه مرکز کوي."

د ولایت مرستیال دغه‌راز د جګړې د بیا پیل کېدو اندیښنې ته په جواب کې وویل چې د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ تر موافقې وروسته د دوشنبې په ورځ د ډیورند کرښې له صفري برخې څخه افغان او پاکستاني ځواکونه پر شا شوي.

په عین وخت کې د چمن-سپین‎بولدک لار چې د تېرو پنځو ورځو راهیسې تړلې ده افغان سوداګر يې د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

د کندهار د سوداګرو د اتحادیې غړي رحم‎الدین حاجي‌اغا ازادي راډیو ته وویل چې د افغان سوداګرو شااوخوا ۲۰۰ موټره د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

د چمن-سپین‎بولدک پر لار هره ورځ تر ۲ زرو زیات کسان د سوداګرۍ کاروبار او ناروغانو د درملنې په هدف تګ راتګ کوي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG