د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ایا د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت هند ته د لار پرانیستو په معنی دی؟


د هند او افغانستان ملي بیرغونه
د هند او افغانستان ملي بیرغونه

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې پر افغانستان په دې عنوان لیکنه خپره کړې چې ایا د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت هند ته د لار پرانیستو په معنی دی؟

د لیکنې په پیل کې د جنورۍ د ۲۹مې یا سلواغې یا دلوې د نهمې هغه کنفرانس ته اشاره شوې چې د طالبانو له خوا 'د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ نوښت' په نوم په کابل کې جوړشوی و او دا پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د خپل ډول له مخې لومړی کنفرانس و.

د لیکوال په باور، د دې کنفرانس هدف د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو ایجاد ته د زمینې برابرول وو، چې دغه هېوادونه په امنیتي، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې په خپلو کې مثبته او رغوونکې همکاري ولري.

لیکوال انوراګ کهاند لیکلي چې په دغه کنفرانس کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکیې، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اندونیزیا او هند په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

د ډیپلومات د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د هند استازیتوب په کابل کې د دوی د سفارت تخنیکي ډلې کاوه چې هلته یې له افغانانو سره د هند د اوږدمهالې همکارۍ استازیتوب وکړ.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.

د ډیپلومات د مقالې لیکوال زیاتوي چې د روسیې، چین، پاکستان حتی هند په ګډون د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډي هېوادونه په کابل کې غیررسمي استازولي لري.

افغانستان نن سبا له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او لیکوال وايي، طالبان هڅه کوي چې د مرکزي، جنوبي او لوېدیځې اسیا ترمنځ د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته پام د انرژۍ او اقتصاد په برخو کې پانګونه جلب کړي.

تر اوسه له طالبانو سره د هند د اړیکو څرنګوالی ډېر معلوم نه دی او نوي ډیلي په ۲۰۲۲م کال کې د کابل لپاره په ټیټه سطحه تخنیکي ډله وګمارله چې افغانانو ته د هند بشري مرستې ورسوي دغه راز په کابل کې ډیپلوماتیک حضور ولري.

ټایمز اف انډیا:

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو پټو اسنادو په باب لیکنه خپره کړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه ځانګړي مفتش په وینا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن قصداً په ناوړه ډول مدیریت کړي دي.

خو دغه مفتش دا نتیجه اخیستې چې د ولسمشر بایډن محکومول ځکه سخت کار دی چې دی یو پوخ عمره کس دی او ښه حافظه هم نه لري.

د امریکا دغه ځانګړي مفتش د نومبر میاشتې د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې په خپل راپور کې ویلي، دغه پټ اسناد په افغانستان کې د امریکا د پوځي او بهرنۍ پالیسۍ په اړه وو، په ځانګړي ډول تر ۲۰۱۷م کاله وروسته مودې په باب او بایډن دغه پټ اسناد له ځان سره ساتلي وو.

جو بایډن له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر و.

د ځانګړي مفتش رابروت هر په راپور کې چې ۳۴۵ مخونه لري، دا موضوع چې ۸۱ کلن بایډن یو زوړ سړی او کمزوري حافظه لري، د بایډن له غوسې د ډک عکس العمل سبب شوی او په سپینه ماڼۍ کې یې یو کنفرانس راوباله او هلته یې ټینګار وکړ چې حافظه یې ښه ده.

دغه راپور تر څه باندې یوکلنو څېړنو وروسته خپور شو او دا څېړنې وروسته له هغې پیل شوې چې د بایډن په کور او د هغه په شخصي دفتر کې پټ اسناد وموندل شول.

راپور پر ولسمشر بایډن انتقاد کړی چې له دغو اسنادو په استفاده یې ځینې یادښتونه په کتابچو کې لیکلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG