د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

واشنګټن پوسټ: طالبان په نړۍ کې د افغانستان سفارتونو ته د خپلو استازو استولو هڅې کوي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چین د طالبانو د حکومت له خوا د سفیر په توګه د بلال کریمي پر استولو او د طالبانو د حکومت پر هغو هڅو یوه لیکنه خپره کړې چې غواړي په نړۍ کې د افغانستان سفارتونو ته خپل استازي واستوي.

ورځپاڼه وايي، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اوسني واکمن واک ته له رسېدو وروسته په رسمي توګه یو هېواد ته خپل سفیر استوي.

وړاندې راغلي، تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خود چین په څېر یو شمېر هېوادونه په کابل سفارتونه لري او زیاتوي، کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې طالبان پر کابل بیا ځلي واکمن شول، د افغانستان لپاره ګڼ نور بهرني ډیپلوماتیک ماموریتونه وتړل شول او مامورین یې له افغانستان څخه وایستل شول.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو ته چین په ځانګړې توګه مهم دی، ځکه طالبان چې پر ښځو او نجو د محدودیتونو له کبله په نړیوال دریځ د انزوا له دوام سره مخ دي، د بهرنۍ پانګونې او سیمه‌ییزو متحدانو په لټه کې دي.

ورځپاڼه وړاندې وايي، د چین لپاره د طالبانو نوی سفیر بلال کریمي چې د خپل عمر د شلیزې په وروستیو یا د دېرشیزې په لومړیو کې دی، پخوانۍ ډيپلوماتیکه تجربه نه لري.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې بلال کریمي ته په بیجینګ کې د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړي استازي هرکلی ووایه او خپل باورلیک یې د چین د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو د ډیپارټمنټ مشر ته وسپاره.

واشنګټن پوسټ همدارنګه په هندوستان کې د افغانستان په سفارت تړل کېدو او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزرات د مرستیال عباس ستانکزي هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې وايي، په ممبي او حیدراباد کې د افغانستان قونسلګرۍ له دوی سره په تماس کې پرانیستي.

ډیپلوماټ:

له بریتانیا خپرېدونکې ډیپلوماټ خپرونې هم په هند کې د افغانستان د سفارت د وضعیت په اړه یوه راپور خپور کړی دی چې سرلیک یې دی: "له میاشتو جنجال وروسته هند په ډیلي کې د افغانستان سفارت کیلي‌ګانې طالبانو ته سپارلي دي."

ورځپاڼه د چارواکو له قوله وايي چې په هندوستان کې د مودي حکومت د افغان جنرال قونسلانو څخه چې د اینډپینډینټ په وینا د طالبانو سره په کار کولو تورن دي غوښتي چې دغلته د افغانستان د سفارت چارې سنبالې کړي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د هند په حیدراباد کې افغان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ په نوې ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د اوچتولو ویډیو خپره کړې وه.

ابراهیم‌خېل ویلي، مخکېنی درې رنګه ملي بیرغ زوړ شوی و چې پر ځای یې نوی بیرغ اوچت کړای شو.

دوی دواړو په دې اړه چې ایا رښتیا د طالبانو د حکومت لپاره کار کوي څه نه و ویلي.

هندوستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG