د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ځینې افغان دیني عالمان او مشران: ښځې او نجونې باید تعلیم او تحصیل ته لاسرسی ولري


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیز ادارو دروازې بندې کړې دي.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیز ادارو دروازې بندې کړې دي.

ټایمز اف انډیا:

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د ځینو هغو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو پر غوښتنې لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د بیا پرانیستلو په باب کړې ده.

د مقالې له مخې دغو کسانو د کابل په سپیدار ماڼۍ کې د طالبانو له مشرانو سره د شنبې ورځې په کتنه کې دا غوښتنه مطرح کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې باید تعلیم او تحصیل ته لاسرسی ولري او د ژوند په هره څانګه د دوی حضور مهم دی.

د ټایمز اف انډیا په لیکنه، په دې غونډه کې د نظام او ملت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په باب هم خبرې وشوې چې د بېلابېلو ولایتونو څه باندې ۲۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

د طالبانو تر ولکې لاندې رسنیو د دې کتنې او د قومي مشرانو د څرګندونو په باب خبرونه او راپورونه خپاره کړي، خو د نجونو او ښځو د تعلیم او تحصیل د بیاپیل په باب یې د ګډونوالو د غوښتنو په باب څه نه دي ویلي.

د مقالې له مخې، د بېوزلۍ، ناامنیو او نورو شخړو له کبله ګڼو افغانانو خپل هېواده کډه کړې، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته افغان مېرمنې او نجونې له سختو ستونزو او محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې یې د دوی د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.

ټایمز اف انډیا لیکي، که څه هم په نړیواله سطحه له طالبانو غوښتنې شوي چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي، خو د طالبانو مشرانو دغه غوښتنې له پامه غورځولي دي.

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین د ګڼو نورو ورځپاڼو تر څنګ د ټرانزیټي مالونو پرمخ د تورخم دروازې د تړل کېدو په باب لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

دغه دروازه شنبې وختي ځکه وتړل شوه، چې پاکستان سرحدي ځواکونو له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه وکړه، د ازادي راډیو سرچینې وايي چې طالبانو هم هلته بالمثل اقدام کړی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د دروازې تړل کېدو له کبله په دواړو غاړو کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ پورې باروړونکي موټر راګیر پاتې دي.

مېل انلاین د اسوشېټېډ پرېس ژانس په حواله لیکي چې په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو ویلي چې له دواړو لویو چارواکي په خبرو بوخت دي چې دا ستونزه حل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي چې مخکې د یوې موافقې له مخې افغان موټرچلوونکو تر پېښور او پاکستاني موټرچلوونکو تر جلال اباد پورې له پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کولی شو.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم له افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کړې وه چې د تېر ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

په تېره ډسمبر میاشت کې د دوهم ځل لپاره تورخم دروازه د طالبانو د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب په وینا، د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو د مخنیوي په سبب تړل شوې وه.

د پاکستان حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې د یوې پرېکړې له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، هېڅ افغان له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته نه شي داخلېدی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG