د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

" له ښوونځیو منع شوې زرګونه نجونې مجبوره شوي، چې مدرسو ته لاړې شي"


په کابل کې د نجونو یوه مدرسه - ارشیف
په کابل کې د نجونو یوه مدرسه - ارشیف

لاتینا خپرونې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له بندیدو وروسته د مدرسو د پراختیا په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منع شوي، زرګونه نجونو مدرسو ته مخه کړې ده.

خپرونه زیاتوي، د پاملرنې د نړیوالې موسسې د یوه راپور له مخې، حاضردمه په سلو کې ۸۰ د ښوونځي د عمر افغان نجونې له ښوونځیو محرومې دي.

د خپرونې پر اساس، سره له دې چې دوه نیم میلیونه نجونې له ښوونځیو بې برخې شوي، د زده کړو لپاره د نجونو تنده ماته شوې نه ده. د ښوونځیو بندېدا د دې سبب شوې چې نجونې د ښوونځیو پر ځای د اسلام په اړه د طالبانو سختدریځه تفسیر او تعبیر په مدرسو کې زده کړي.

ټولنیزې فعالې ناهید نور، لاتینا خپرونې ته ویلي، د دې لپاره چې پر نجونو د ټولو عصري زده کړو دروازې تړل شوي، مجبوره دي چې مدرسو ته مخه کړي.

دا د ۱۵ کلنې سحر رحماني مثال ورکوي او وايي؛ کله چې هغه له شپږم ټولګي اووم ته بریالۍ شوه، بله لار ورته پاتې نه شوه نو په مدرسه کې یې ځان شامل کړ.

خپرونې ته یوې بلې ۱۷ کلنې افغانې، چې مدینه نومېږي، ویلي چې غوښتل یې اقتصاد ولولي خو د طالبانو له بندیزه ورته ښکاری چې دا ارمان یې نه پوره کېږي نو مجبوره شوه چې مدرسې ته لاړه شي.

بلومبرګ

طالبانو د چین له هواوي کمپنۍ غوښتي چې د افغانستان په شاوخوا کې کمرې نصب کړي.

د خپرونې د لیکنې پر اساس، د دې کار هدف دا دی چې د سختدریځو تروریستي فعالیتونه وڅارل شي.

بلومبرګ ته له دې موضوع یوه خبر کس ویلي چې د هواوي شرکت استازو د اګست په څوارلسمه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره کتلي او دواړو خواوو په دې اړه شفاهي موافقه کړې ده.

خپرونه زیاتوي، د طالبانو د کورنیو چارووزارت د دواړو خواوو د کتنې عکس او خبر په ایکس یا ټویټر کې خپور کړی.

په یوه پوسټ کې د کورنیو چارو وزارت ویندوی لیکلي چې په دې غور کېږي چې د افغانستان په هر ولایت کې د کمرو پرمختللی سیستم نصب شي.

خو دا پوسټ او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرستیال عبدالمختار تبصره وروسته لېرې کړل شول. مختار لیکلي و چې دوی په خوشالۍ هغه پروژې مني چې ښه کیفیت او بیه ولري.

له بلې خوا هواوي کمپنۍ په یوه بیان کې وویل، چې د دوی د استازو د کتنې راپور ناسم دی. په هیڅ پلان او موافقه خبرې نه دي شوي. خو د طالبانو ویندوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بلومبرګ وايي، هغه کس چې له دې کتنې خبر دی، په دې شرط چې نوم به یې نه څرګندېږي، ویلي چې د دې سیستم د نصبېدو هدف تر ډېره دا دی چې په افغانستان کې د داعش او نورو سختدریځو ډلو غړي وڅارل شي.

XS
SM
MD
LG