د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

" د طالبانو له ستنیدو وروسته د زده کوونکو هیلې او خوبونه له منځه تللي"


په کندوز کې د یو شمېر افغان زده کوونکو پخوانی انځور
په کندوز کې د یو شمېر افغان زده کوونکو پخوانی انځور

فارن افیرز:

د فارن افیرز خپرونې په یوه مطلب کې، په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ او د خلکو اقتصادي ستونزو ته پام اړولی دی.

په مطلب کې لولو:که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسیمت نه دی پیژندلی، خو د سیمې ځینو هیوادونو او له ډلې يې روسیې او چین طالبانو سره د اړیکو په برخه کې ځینې اقدامات کړي دي.

په مطلب کې راځي، یو شمېر د نظر خاوندانو داسې بحثونه پیل کړی، چې امریکا له طالبانو سره په مستقیمه توګه تعامل وکړي او کنه؟

وړاندې په مطلب کې، په کابل کې د امریکا د احتمالي حضور او حتی د طالبانو د حکومت د رسیمت پیژندلو په اړه اقدام، له طالبانو سره د تعامل په توګه یاد شوی دی.

دوه د نظر خاوندانو: ګریم سمیت او ابراهیم بیس له فارین افیرز سره په خبرو کې استدلال کړی چې د افغانستان له بشري بحران، په دې هیواد کې د ترهګریزو سازمانونو سره مبارزه او په سیمه کې د امن راوستلو لپاره لازمه ده چې طالبانو سره رسمي تعامل وشي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، چې طالبانو منحل کړی دی، پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر او د نړۍ د ښځو په مسایلو کې د امریکا پخوانۍ استازې میلاني ویرویر تاکید کړی که امریکا په دپیلوماتیکه توګه له طالبانو سره تعامل وکړي دا به ډېر تاوان ولري.

طالبانو ویلي، د دوی حکومت ټول شرایط پوره کړې او باید حکومت يې په رسیمت وپیژندل شي.

خو د بشر حقونه؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د یو ټول شموله حکومت جوړول د نړیوالي ټولنې له عمده غوښتنو څخه دي.

انډیپینډینټ

د برېتانیا چاپ انډیپنډنټ ورځپانې په خپلې پرونۍ ګڼه کې د نجونو د زده کړو پر ممنوعیت او په افغانستان کې د نجونو پر پټو زده کړو یو مطلب خپور کړی دی.

د مطلب په پیل کې د فرحانې په نوم د یوې افغانې نجلۍ کیسه راخېستل شوې ده.

هغه، له ۲۵۰۰ نورو نجونو او ښځو سره په پټه په انلاین توګه د خپلې ماسټرۍ درسونه وايي.

طالبانو د تېر کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځولې او له هغې را ورسته د فرحانې او نورو افغانو نجونو لپاره همدا د انلاین زده کړو لار پاتې شوه.

فرحانې انډیپنډنټ ورځپانې ته ویلي، د هغې ډېر تمرکز پر انلاین کتابونو او هغو سرچینو دی چې له کتابخانو سره تړاو لري.

فرحانه له دې وړاندې د نجونو په یوه ښوونځي کې د انګلیسې استاده وه.

هغه وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د زده کوونکو هیلې او خوبونه له منځه تللي دي.

په مطلب کې راځي، فرحانه د افغانستان له هغو ګوتو په شمېرو خوشبخته نجونو څخه ده، چې لیسانس لري.

د هغې زیاتره زده کوونکې مجبوره شوي چې ښوونځي ناتمامه پریږدي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG