د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

" هره ورځ چې تېریږي د افغان نجونو یو نسل شاته پاتې کېږي"


یو شمېر زده کوونکې نجونې
یو شمېر زده کوونکې نجونې

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو د هغو افغان نجونو په تیاره برخلیک مقالې خپرې کړي چې تازه له شپږم ټولګي فارغې شوي دي.

له دې ډلې انډېپنډنټ ورځپاڼې د اسوشیتید پرېس یوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي افغان متعلمې نجونې شپږم ټولګی په اوښلنو سترګو خلاصوي ځکه د طالبانو تر حاکمیت لاندې نور هغوی زده کړې نه شي کولای.

د انډېنپډنټ له خوا په خپره شوې مقاله کې د بهاره رستم په نوم یوې دیارلس کلنې نجلۍ ته اشاره شوې چې د کابل په بي بي راضیه ښوونځي کې یې د خپل تعلیم وروستۍ ورځې تېرې کړې.

د لیکوال په خبره، داسې ښکاري چې هغه او نورې نجونې به بیا د طالبانو تر حاکمیت لاندې ټولګي ته لاړې نه شي.

پولټیکو خپرونې هم ورته موضوع راخیستې او د نړیوالو هغه اندېښنې یې هم یادې کړي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو په رابطه یې څرګندې کړي.

له دې ډلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اتنبایووا خبرو ته اشاره شوې ده.

اغلې روزا ویلي هره ورځ چې تېریږي د افغان نجونو یو نسل شاته پاتې کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت بیا د عمر له محدودیت پرته ټولو نجونو ته اجازه ورکړې چې دیني مدرسو ته لاړې شي چې مخکې به تر ډېره یواځې هلکان ورتلل. خو ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اتنبایووا ویلي دا معلومه نه ده چې په دیني مدرسو کې د دیني زده کړو تر څنګ په درسي میتود کې عصري علومو ته ځای ورکړل شوی که څنګه؟

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او سمدستي یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل.

په ځینو ولایتونو کې ان له شپږم ټولګي ښکته نجونې هم له ممانعتونو سره مخ شوي د بېلګې په توګه: هغه محلي ټولګي چې د نړیوالو موسسو له خوا تموېلېدل او له زده کړو پاتې واړه هلکان او نجونې پکې په تعلیم بوخت وو تړل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG