د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

اینډیپینډینټ: په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د سفر لپاره یو خطرناکه هېواد دی


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

اینډیپینډینټ:

برتانوۍ ورځپاڼې اینډیپینډینټ په یوه مقاله کې لیکلي چې په ۲۰۲۴م کال کې افغانستان د سفر لپاره یو خطرناکه هېواد دی.

ورځپاڼه د 'انټرنېشنل ایس او ایس' په نوم د یوه تحقیقاتي بنسټ د څېړنې له مخې لیکي، افغانستان، جنوبي سوډان، سوریه، لیبیا، او سومالیا په ۲۰۲۴م کال کې هغه ځایونه دي چې سفر ورته له خطره خالی نه دی.

'انټرنېشنل ایس او ایس' داسې بنسټ دی چې په نړۍ کې د امنیتي او روغتیایي ګواښونو څېړنه کوي.

د اینډیپینډینټ د لیکنې له مخې، 'انټرنېشنل ایس او ایس' سږ کال د لومړي ځل لپاره د اقلیم له امله د رامنځته شویو تغییراتو ارزونه کړې ده.

عرب نیوز:

یوې بلې ورځپاڼې عرب نیوز بیا د افغانانو د کرکټ په اړه لیکنه خپره کړې او لیکي چې د افغان ځوانانو لېوالتیا له کرکټ سره زیاته شوې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د کرکټ په نړیوال یوه ورځني جام کې د افغان لوبغاړو ښې لوبې، په افغانستان کې ځوانان لا زیات د کرکټ لوبې مینه‌وال کړې دي.

ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ بورډ د یوه پخواني غړي لطف الله ستانکزي په وینا لیکلي، کرکټ نن سبا په افغانستان له یوې لوبې ورهاخوا ارزښت پیدا کړی او په یوه صنعت بدل شوی دی.

عرب نیوز په ورته وخت کې د افغانستان سختو اقتصادي شرایطو ته اشاره کړې او لیکي، کمزوري اقتصاد د کرکټ مالي بنسټونه اغېزمن کړې دي.

ورځپاڼه په دې لړ کې د میرزا کټوازي د کرکټ مرکز یاد کړی چې ظاهراً له مالي پلوه یو ښه مرکز ګڼل کېږي، خو عرب نیوز لیکي، د دې مرکز لوبغاړي په کابل کې د ساړه ژمي له راتګ سره د تمریناتو لپاره پاکستان ته مخه کوي ځکه چې په کابل کې د کرکټ سرپټي مرکزونه لا نه دې ودان شوي.

افغانستان د کرکټ په نړیوال یو ورځني جام کې چې تېره میاشت په هند کې پای ته ورسېد، وتوانېد د انګلستان او پاکستان په ګډون یو شمېر پیاوړیو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د عرب نیوز په لیکنه کې د کرکټ د یوه مینه‌وال حزب الله فاتح په وینا راغلې چې د پاکستان پر وړاندې بریا دی دومره خوشاله کړ لکه افغانستان کې چې نړیوال جام ګټلی وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG