د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

پولیټیکو: طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پيله د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • پولیټیکو

پولیټیکو خپرونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر هغه راپور لیکنه کړې چې افغانستان کې یې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي، امریکا په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې خپل پوځي مأموریت داسې پای ته ورساوه چې د لیکوال په ټکو د ډېرو په باور ناکام و، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن تل د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده.

مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور جزئیات را اخیستل شوي او ویل شوي چې د تېر کال له اګسټ میاشتې وروسته افغانستان کې بشري وضعیت شاتګ کړی دی.

وړاندې راغلي، طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پيله د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي چې دې ډله کې انتقامي وژنې، د ښځو حذف، د بیان پر ازادۍ محدودیت او له رهبرۍ نه د اقلیتونو لیرې کول شامل دي.

دا څویم ځل دی چې پر طالبانو د نړیوالو بشري ادارو له‌خوا د بشري سرغړونو ورته راپورونه خپرېږي، خو طالبان بیا دا راپورونه ردوي.

همدا پرون هم د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، "د قوانینو عملي کول یا هم اسلامي قوانین په ټولنه د چا د حقوقو نقض نه‌راولي". ده وویل که څوک نیول کېږي هم، دا د حکومت حق دی.

تېرو ۸ میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، تل د اسلامي قوانینو د تنفیذ خبره کوي، خو دوی په مشخص ډول دا قوانین نه‌دي تعریف کړي.

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان د هغې شتمنۍ په اړه لیکنه خپره کړې چې امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو د قضیې په تړاو کنګل شوې ده.

په لیکنه کې راغلي، اوس یو شمېر پخواني امریکایي سرتېري او د هغوی کورنۍ غواړي چې دې پیسو کې باید دوی ته هم ونډه ورکړل شي.

ورځپاڼې لیکلي، د پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو د غړو یوې ۵۰۰ کسیزې ډلې د امریکا د سنا او استازو جرګو پوځي کمېټو ته په یوه لیک کې دا خبره کړې چې دوی ته دې پیسو کې ونډه ورکړل شي.

دوی کې تر ډېره هغه کسان او یا یې د کورنۍ غړي شامل دي چې افغانستان کې د دوی په وینا ترهګریزو بریدونو کې وژل یا ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره فبروري میاشت کې وویل، د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو نیمایي هغه ازادوي، خو نوره‌یې تر هغو ساتي چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو دوسیه نه‌وي تړل شوي.

دې اعلان ته هغه مهال د طالبانو په ګډون بېلابېلو افغان لورو غبرګونونه وښودل او ویې‌ویل چې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې حملې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌درلود.

امریکا بیا وایي، طالبانو هغه مهال د القاعده شبکې له مشر اسامه بن لادن سره اړیکې درلودې او د هغه کوربه‌توب یې کاوه.

XS
SM
MD
LG