د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د افغانستان په شمال کې د یوې الوتکې د نسکورېدو په اړه د ځینو معتبرو ورځپاڼو تبصرې


د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان په شمال کې د یوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو پر پېښه لیکنې او تبصرې خپرې کړي چې مخکې یې په اړه ډول- ډول ادعاوې شوې وې.

په لومړیو کې رسنیو راپور ورکړی و چې په بدخشان کې نسکوره شوې الوتکه هندۍ ده، خو د هند د هوايي چلن ادارې دا معلومات ناسم بللي دي.

برېتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ په دې باب په یوه مقاله کې ویلي، په دې روسۍ الوتکه کې ۶ کسان وو چې د رادار له دستګاه له ورک کېدو وروسته د بدخشان په غرنۍ سیمه کې نسکوره شوه.

په دغو شپږو کسانو کې څلور تنه یې د الوتکې عمله او دوه نور یې مسافر وو.

ورځپاڼې د روسیې د هوايي چلن د یوې څارونکې ادارې په وینا ویلي، دغه الوتکه په یوه امبولانس الوتنه، د ټایلنډ له پتایا څخه روانه شوې وه، په هند کې له تم کېدو وروسته د ازبکستان له لارې د مسکو ژوکوفسکي نړیوال هوايي ډګر ته پر لار وه.

د انډپنډنټ په لیکنه، روسي چارواکو ویلي چې د رادار له پردې د دې الوتکې له ورکاوي وروسته تماسونه ورسره پرې شول او دغه الوتکه د اتلتیک ګروپ LLC او یوه شخص مربوط وه.

د ورځپاڼې په لیکنه، د روسیې د هوايي چلن ادارې اعلان، د بدخشان لپاره د طالبانو د چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کې دی، چې دغه الوتکه یې د هند بللې وه.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس، ذبیح الله امیري ویلي چې دغه الوتکه زېباک ولسوالۍ ته نږدې د شنبې ناوخته نسکوره شوې ده.

هندي چارواکو ویلي چې دا فالکون ۱۰ ډوله الوتکه یو هوايي امبولانس و چې له ټایلنډ څخه مسکو ته روانه وه، خو د هند پر ګایا هوايي ډګر هم د څه وخت لپاره تم شوې وه.

په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نړیوال هوايي شرکتونه تر ډېره د افغانستان پر فضا له الوتنو ډډه کوي.

هندۍ ورځپاڼې ایکانومیک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر اقتصادي رکود لیکنه خپره کړې چې د افغانستان د اقتصاد د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره په هرو ۱۴ ورځو کې دغه هېواد ته ۸۰ ملیون امریکايي ډالره لېږل کېږي.

ایکانومیک ټایمز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار تازه راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، په وروستیو درېیو میاشتو کې په بېلابېلو پړاوونو کې افغانستان ته په ملیونونو ډالره لېږدول شوي دی.

د سیګار په معلوماتو کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په حواله ویل شوي چې په هرو لسو یا څوارلسو ورځو کې افغانستان ته ۸۰ ملیون امریکايي ډالره لېږدول شوي او دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په حسابونو کې ساتل کېږي، دغه پیسې د افغانستان بانک یا هم طالبانو ته نه دي سپارل شوي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خلک له ډول- ډول بشري ستونزو سره مخامخ دي.

د هند ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) یوه څېړنیز راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، ۶۹ فیصده افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي منابع نه لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې بشري وضعیت وروسته له هغې لا خراب شو چې څه کم دوه نیم کاله مخکې تېر جمهوري نظام نسکور او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG