د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

سیټل ټایمز: داعش په کابل کې د مرکزي محبس کارکوونکي په نښه کړي وو


ارشیف: په کابل کې د چاودنې له کبله یو موټر په نښه شوی و چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.
ارشیف: په کابل کې د چاودنې له کبله یو موټر په نښه شوی و چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.

سیټل ټایمز:

د سیټل ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د سه شنبې د ورځې د بمي چاودنې په اړه راپور خپور کړی او په کې وايي چې د دې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې منلی دی.

په راپور کې د داعش د اعلامیې په حواله ویل شوي چې په دې چاودنه کې یې هغه میني‌بس په نښه کړی و چې کابل کې د مرکزي محبس کارکوونکو پورې اړوند و.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې دې چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان شوې دي.

ورځپاڼه وايي، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو راوروسته چې طالبانو بیا واک ته رسېدلي، د اسلامي دولت یا داعش سره تړلي وسله‌وال یې لوی مخالفان دي.

داعش په تېرو دوو کلونو کې سربېره پر دې چې په افغانستان کې یې شیعه‌ګانو باندې د یو لړ خونړیو بریدونو مسوولیت منلی خپله د طالبانو پر اهدافو هم ځینې بریدونه کړي دي.

له وروستۍ چاودنې درې ورځې مخکې هم داعش-خراسان ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوې بلې چاودنې مسوولیت منلی و چې د یوناما په وینا شاوخوا پنځه ویشت هزاره ټبري افغانان په کې مړه او ټپیان شوي وو.

سوت چاینا مارنېنګ پوسټ:

له هانګ کانګ خپرېدونکې سوت چاینا مارنېنګ پوسټ ورځپانې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي یو ژیایونګ څرګندونې خپرې کړي او د هغه له خولې یې ویلي، په افغانستان کې په تېره لسیزه کې د بیجینګ فعالانه دریځ مرسته کړې چې د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې چې افغانستان سره پوله لري، امنیت وساتل شي.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د چین د زیاتېدونکې ښکېلتیا څرګندونه کوي.

چین که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې رسمي سفیر استولی او همدارنګه یې په چین کې هم د طالبانو سفیر منلی دی.

ژیایونګ، چې د ورځپاڼې په وینا بیجینګ کې د رینمین پوهنتون یوې غونډې ته یې وینا کوله، زیاته کړې یې ده چې چین د موضوع عمومي تمایل په "کره توګه درک کړی دی."

ورځپانه د نوموړې له خولې وايي چین توانېدلی چې بېلابېل خطرونه شنډ کړي او د خپلې شمال لوېدیځې څنډې ستراتیژیک امنیت وساتي.

سوت چاینا مارنېنګ پوسټ زیاتوي، د بیجینګ له اوږدې مودې راهېسې د دې احتمال په اړه اندېښنه لري چې ګاونډي افغانستان به یې هغو وسله‌والو او سخت دریځو ته پټنځایونه ورکړي چې چین ته په ځانګړې توګه په شین جینګ کې ګواښ پېښولی شي، هغه سیمه چې له افغانستان سره شاوخوا دوه نوي کیلومتره پوله لري.

په دې سیمه کې ایغور ټبري مسلمانان اوسېږي چې د چین له ځپونکیو اقداماتو سره مخ دي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو وخت په وخت د غلته د مېشت دې مسلمان اقلیت پر وړاندې د چین د دولت پر چلند نیوکې کړي او چینايي واکمن یې د ایغورانو د بشري حقونو څخه په سختو سرغړاویوو تورن کړي.

سوت چاینا مارنېنګ پوسټ ورځپاڼې په اکټوبر میاشت کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر 'وانګ يي' سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د لیدنې یادونه کړې او وايي چې په دې لیدنه کې طالب مشرتابه چین ته ډاډ ورکړ چې دوی له افغانستان څخه چین ته هر ډول ګواښ جدي ګڼي او اجازه به ورنه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG