د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

اتونبایوا: له افغان ښځو سره فزیکي تاوتریخوالی سپکونکی او خطرناک دی


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایوا

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو هغه اندېښنه راخیستې چې په وروستیو کې یې د طالبانو د حکومت لخوا د هغو ښځو او نجونو په نیولو څرګنده کړې چې د امربالمعروف چارواکو په "بد حجابۍ" تورنې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسانو د روانې جنورۍ له لومړۍ څخه په کابل او دایکندي ولایتونو کې د بدحجابۍ په نوم یو شمېر ښځې او نجونې نیولي دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایوا له خولې ویل شوي: "په پلي کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکونکی او خطرناک دي."

نوموړې همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول نیونې له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان مېرمنې له لا ډېر خطر سره مخامخ کوي او همدا شان عامه باور له منځه وړي.

د یوناما له دې خبرپاڼې وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر پاڼه د یوناما اندېښنه بې ځایه بللې او زیاته کړې یې ده چې افغان مېرمنې حجاب مراعتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه شته او د امربالمعروف له لوري هم له چا سره زور زیاتی نه دی شوی.

خو تر دې مخکې خپله مجاهد او یو شمېر نورو طالب چارواکو د لنډې مودې لپاره د یو شمېر ښځو او نجونو نیول تایید کړې وو.

ګڼو نورو نړیوالو رسنیو بیا په افغانستان کې د پنجشنبې د ورځې د زلزلې د ټکانونو خبر هم ورکړی دی.

خلیج ټایمز:

په دې لړ کې له عربي متحده اماراتو خپرېدونکې خلیج ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د دې زلزلې ټکانونه پر افغانستان سربېره د پاکستان او هند په ځینو ښارونو کې هم احساس شوي دي.

تراوسه د دې زلزلې له کبله د مرګ‌ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوې.

د پاملرنې ویبپاڼه:

د پاملرنې د نړیوال سازمان ویبپاڼې بیا په یو مطلب کې په هرات کې د اکټوبر د میاشتې د زلزله ځپلو سیمو پر وضیعت لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "ژمي پر افغانستان منګولې ښخې کړي او هرات یې تر بل هر ځای ډېر دردولی."

لیکنه کې د فاطمې په نوم د هرات د تېرې زلزلې د یوې ځپلې کیسه شوې او وايي، هغه د هغه ۲۷۵ زره کسانو له ډلې ده چې د تېر اکټوبر میاشت کې په هرات کې له شوې زلزلې وروسته له سرپناه پرته د ژمي له تیاره او سخت موسم سره مخ دي.

د لیکنې په وینا، دې زلزلې نژدې یونیم زر کسان ووژل تر دوو زرو زیات نور یې ټپیان کړل او تر دېرش زرو زیات کورونه یې له خاورو سره برابر کړل.

په لیکنه کې د فاطمې له قوله ویل شوي چې هغه خیمې چې دوی په کې اوسېږي، د ژمي د سړو مخه نه نیسي او په ځانګړې توګه ماشومانو ته سخته تمامېږي او ناروغه کېږي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت، دغلته د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې او نور بشري سازمانونه په هرات کې تر زلزلې وروسته پرله‌پسې له زلزله ځپلو سره د مرستو راپورونه ورکوي، خو په هرات کې د هغو سیمو ګڼو اوسېدونکو چې د اکټوبر زلزلې ځپلي ازادي راډیو سره خبرو کې څرګنده کړې چې دغلته ګڼې کورنۍ لا هم سرپناه نه لري او په دې ساړه ژمي د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG