د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

واشنګټن پوسټ: د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

واشنګټن پوسټ:

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی، طالبان هلې ځلې کوي چې په یوازې ډول د هېواد اقتصاد سمبال کړي.

دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لیکنې سرلیک دی.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي، د طالبانو د واک ته رسېدو تر دوو کلونو زیات وخت وځي، په نړۍ کې د دوی منزوي حکومت هڅه کوي چې که بشپړ نه وي نو څه ناڅه په ځان بسیا شي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د ځینو پروژو یادونه کړې چې طالبانو پیل کړي او یا د پخواني حکومت له وخته دوی ته ورپاتې شوي دي.

خو د عامو افغانانو اقتصادي شرایط مخ په خرابېدو دي. د هغو افغانانو، چې بشري مرستو ته اړتیا لري، شمېر له ۲۰۲۱ څخه تراوسه پورې شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوی دی او اوس د ملګروملتو پر اساس د افغانسان په درو کې دوې برخې نفوس په بهرنیو مرستو متکي دی.

له بلې خوا د افغانستان مهم سوداګري شریک پاکستان د کابل له واکمنانو مایوسه شوی او غواړي چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې د سیاسي هدفونو په خاطر قرباني کړي.

واشنګټن پوسټ په دې اړه چې طالبان غواړي په ځان بسیا شي، د یوه افغان اقتصاد پوه عمر جویا نظر پوښتلی، هغه ورته ویلي چې په ځان بسیاینه معنا نه لري مګر دا طالبان اقتصادي وده زیاته کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، بې‌وزلي کمه او د داسې ژوند امکان برابر کړي چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شي.

ورځپاڼې د امو دریا په حوزه کې د تېلو د استخراج لپاره د طالبانو اقداماتو ته اشاره کړې او لیکلي چې دوی غواړي د لا ډېرو تېلو په استخراج عواید زیات کړي او د دې ترڅنګ هڅه کوي چې د افغانستان ستره شتمني یعنې لیتیم او نور کانونه استخراج کړي چې د امریکا د دفاع وزارت له اټکل سره سم شاوخوا یو تریلیون ډالره ارزښت لري.

طالب چارواکي وايي چې سږ کال یې د شپږنیم میلیارد ډالرو په ارزښت اووه کانونه په قرارداد ورکړي دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، ډېر وخت ته اړتیا ده چې په پراخه پیمانه کانونه استخراج شي او له بلې خوا زیربنا ورته په کار ده.

ګلف ټایمز:

ګلف ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې په ماشوم د میندو د مړینو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې په افغانستان کې په ماشوم د میندو مړینو ته کتنه شوې ده.

د لیکنې په پیل کې د خوست د یوې ښځې یادونه شوې چې له ډېر لېري ځایه د ولایت په مرکز کې د بې پولې ډاکترانو له لوري جوړ شوي زېږنتون ته ځي. هغه وايي چې که په کور کې یې ماشوم زېږولی وای، ممکنه وه چې دا یا یې ماشوم له ژونده بې برخې شوی و.

په دغه زېږنتون کې د کال ۲۰ زره ماشومان زېږي، خو باور کېږي چې تر دې ډېر نور ماشومان په کورونو کې دنیا ته راځي.

په افغانستان کې د ناروې د کمېټې ريیس تیري واتردال وايي، د افغانستان په کلیوالي سیمو کې په هرو سل زره زېږونو کې ۵ زره میندې مري.

دی وايي چې ډېری میندې، مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي، په لاره سا ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG