د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ډبلیو ایف پي: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو


په هرات کې د زلزله ځپلو کمپ. October 18, 2023
په هرات کې د زلزله ځپلو کمپ. October 18, 2023

اینډیپینډینټ:

اینډیپینډینټ ورځپاڼې په افغانستان کې د زلزله ځپلو د اساسي اړتیاوو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه د خوړو د نړیوال سازمان د رپوټ په استناد لیکي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له څو پرله‌پسې زلزلو وروسته د خلکو لپاره د خوړو د تیارولو لپاره ۱۹ میلیونو ډالرو ته چټکه اړتیا ده.

د خوړو نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل دغو زلزلو لسګونه زره کسانو ته زیان اړولی دی.

اینډیپینډینټ په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستیالې ریسې انا ماریا سالهاونا له قوله لیکي چې دوی مالي بودیجې ته بېړنۍ اړتیا لري.

'ډبلیو ایف پي' وایي چې دغه اداره سلګونو زرو کسانو ته د عاجلو خوراکي مرستو د تیارولو لپاره کار کوي.

له هراته هغه ښار چې وروستیو زلزلو په کې په زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل، د ښځو د حقونو فعالې فرشتې یعقوبي ازادي راډیو ته ویلي، هرات د خیمو په ښار بدل شوی دی.

هغې زیاته کړې، د دې ښار زیاتره اوسېدونکې په دې سړې هوا کې له کورونو بهر شپې او ورځې سبا کوي.

ورځپاڼه لیکي، په وروستیو زلزلو او د زلزلې په پس لړزو کې په سلهاوو کورونه، ښوونځي او روغتیايي کلینیکونه وران شوي دي.

د لوږې ترڅنګ، بې کوري او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی د افغانستان په لودېدیځ کې د زلزله ځپلو له لویو ستونزو څخه دي.

ګاردین:

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د افغانستان ماتې هم د ځینو ورځپانو پام ځانته اړولی دی.

د ګاردین ورځپاڼه لیکي، افغانستان د خپلې لومړۍ بریا وروسته د نیوزیلنډ پر وړاندې ماتې وخوړه.

وړاندې راغلي چې نیوزیلنډ د افغانستان پر وړاندې له دې کامیابۍ سره په روانو سیالیو کې خپله څلورمه بریا ثبت کړه او په دې توګه یې د لوبو د جدول په سر کې ځای خپل کړ.

بزنس سټنډرډ:

او د بزنس سټنډرډ ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کیپتان حشمت الله شهیدي له خولې ویلي، ډېر مایوسه شوی ځکه د ده په وینا، توپونه باید کېچ شوي وای.

د شهیدې له خولې دا هم ویل شوي چې ټیم ښه لوبه وکړه، خو فیلډېنګ یا ډګرساتنه یې د ماتې سبب شوه.

نوموړي ویلي توپ اچونه یې ښه وه، خو ښه ډګر ساتنه یې ونه شوای کړای.

د افغانستان کرکټ لوبډله د دوشنبې په ورځ د هند په چینای ښار کې د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

له نیوزیلند سره تر لوبې مخکې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انګلستان چې د ۲۰۱۹م کال د کرکټ د نړیوال جام ګټونکی هېواد دی د ٦۹منډو په توپیر مات کړ، خو تر هغې مخکې یې دوه نورې لوبې د هند او بنګله‌دېش په وړاندې بایللې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG