د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

انډپنډنټ: د هرات زلزلو کې د لسګونو تي خوړونکو ماشومانو میندې هم مړې شوي


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

انډپنډنټ:

انډپنډنټ ورځپانې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزله ځپلو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپانې په مطلب کې لیکلي، لسګونو هغه ماشومانو چې د مور شیدې خوري، میندې له لاسه ورکړي. میلیونونه کسان بې کوره شوي ځکه د ورځپانې په وینا، په افغانستان د بېړنۍ مرستې رسولو سیستم له منځه تللی دی.

وړاندې راغلي چې د هرات د تېرې اوونۍ په زلزلو کې څه باندې ۲۰ زره کسان په ۳۰ ولسوالیو کې زیانمن شوي او شاخوا دوه زره نور وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشرې سلما بن عیسی انډپنډنټ ته ویلي، د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې یې سلګونو تر دوه کاله کم عمره ماشومان موندلي چې میندې يې په زلزله کې مړې شوې وې.

هغې اندېښنه ښودلې چې دوی ونه توانیدل داسې میندې پیدا کړي چې دغو پاتې شویو ماشومانو ته شیدې ورکړي او خپله دا کمېټه هم د دې ماشومانو لپاره د خوړلو شیدې نه شي برابرولی.

وړاندې د مېرمن عیسی په حواله ویل شوي، له دې مخکې هم په هرات کې ماشومان د خوړلو له کمښت سره مخامخ وو او له دې ویجاړوونکې زلزلې سره بېړنۍ مرستې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د انډپنډنټ په دې مطلب کې راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې یتیم خانې نه شته یا هم ډېرې کمې دي، نو له دې زلزلې پاتې شوي ماشومان د هغوی خپلوان یا د سیمې خلک ساتي.

په افغانستان کې د ژغورنې د کمېټې مشرې ویلي، دې زلزلې د افغانستان په بحران کې یوه نوې څپه ور زیاته کړې ده.

ورځپانه د مېرمن عیسی په حواله وايي، له دې وړاندې په افغانستان کې ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ وو، او له دې بحران سره سم ژمی راروان دی او کورنۍ او ماشومان نه د سرپناه ځای لري او نه هم تاوده کالي.

د ورځپانې په وینا، د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغانان له مالي بحران سره مخامخ دي او اوسني حالت د نړیوالو سازمانو هغه هڅې چې غواړي لرو پرتو سیمو ته ورسیږي، نورې هم پېچلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG