د ازادي راډیو خبریال
د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو ملي ټولنه د اغلې محرابي دا کار ستايي وايي، په افغانستان کې داسې سندرغاړي ډېر کم دي چې ماشومانو ته ترانې او سندرې ووايي.
اکاډمېسین سلیمان لایق د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې په یوې انتحاري حمله کې ټپي شو چې بیا د درملنې لپاره جرمني هېواد ته ولېږل شو.
په دې لړ کې تر اوسه افغان حکومت د طالبانو ۳،۰۰۰ بنديان خوشې کړي او طالبان بيا وايي چې د حکومت ۵۷۱ بندیانيې خوشې کړي دي.
دغه شورا وايي دا بندیان د ولسمشر غني د تېرې ورځې د ژمنې پر بنسټ چې ویلي یې و، د بندیان د خوشې کېدو لړۍ به چټکه شي، خوشې شوي دي.
دغه کمېسیون وايي، له هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د سولې د راستولو لپاره اغېزناکه تمام شي، خو ټینګار کوي چې د جنګي مجرمینو په اړه باید محتاطانه چلند وشي.
په داسې حال کې چې ارګ او د عبدالله عبدالله ټیم دواړه د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د هڅو خبره کوي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیو دفتر ټینګار کوي، چې واک به پنځوس پنځوس ونه ویشل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وايي، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جګړو له امله په دغه هېواد کې له ۵۳۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.
د دغه رستورانت مالک تمیم صدیقي وايي، دا کار کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته د درنښت په دود ترسره کوي.
د کابل پولیس وايي، د ولسمشر یو ساتونکی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
دغه وزارت وايي، له ایراني چارواکو سره په هغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې په اړه هم خبرې کوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پرون بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی ترڅو د جان کیري مأموریت ترسره کړي او د ولسمشریزو انتخاباتو لانجې حل کړي.
سرمقاله لیکونکی د پوښتنې په ډول لیکي، لا هم معلومه نهده چې لنډ زمان یا هم راتلونکې کې به افغانستان کې څه بدلون راپېښ شي او په دې بدلون کې به د افغانستان د ښځو لپاره تګلاره څه وي؟
په افغانستان کې که څه هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې تصویري رسنیو او ټولنیزو انټرنټي رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی، خو راډیو لاهم افغانانو په ځانګړي ډول هغوی ته چې له ښارونو بهر اوسېږي د اطلاعرسونې په برخه کې یوه مهمه وسیله ده.
د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لومړی میاشت د افغانستان د سینما، تیاتر او د تمثیل لپاره ښه میاشت نه وه.
نور راوښيه