د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د سلیمان لایق جنازه کابل ته راوړل کېږي


سلیمان لایق
سلیمان لایق

په جرمني کې د افغانستان کلتوري اتشه وايي چې د اکاډمېسین سلیمان لایق جنازه به د همدې اوونۍ تر پایه افغانستان ته ولېږدول شي.

علم ګل سحر د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې په جرمني کې به هم ښاغلي لایق سره د وروستۍ خدای پامانۍ په دود د افغانستان د سفارت، د هغه د دوستانو، د کورنۍ غړو، د لوېدیځ مېشتو فرهنګیانو او د لایق د مینه‌والو له خوا ځانګړي مراسم جوړ شي.

ښاغلی سحر زیاتوي: "د لایق صیب جنازه به د دې اوونۍ په پای کې افغانستان ته ولېږدول شي، البته دلته به هم استاد ته د درناوي او وروستۍ خدای پامانۍ په دود مراسم نیول کېږي."

اکاډمېسین غلام مجدد سلیمان لایق چې د افغانستان یو مطرح څېړونکی، لیکوال او شاعر دی او په پښتو او دري ژبو چاپ شوي اثار لري او د افغانستان او نړۍ په کچه‌یې څو مهمې ادبي جایزې هم ګټلې دي د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.

اکاډ‌مېسین سلیمان لایق د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې په یوې انتحاري حمله کې ټپي شو چې بیا د درملنې لپاره جرمني هېواد ته ولېږل شو.

په جرمني کې د افغانستان کلتوري اتشه علم ګل سحر وايي چې ښاغلي لایق د همغو ټپونو د شدت له امله ساه ورکړه.

په ورته وخت کې د سلیمان لایق د کورنۍ غړي وايي چې د نوموړي جنازه به پلازمېنه کابل کې خاورو ته سپارل کېږي.

د سلیمان لایق زوی غرزی لایق وايي: "پرېکړه دا ده چې زما د پلار جنازه کابل ته منتقل شي، د جنازې مراسم هم د کابل په ښار کې ترسره کېږي او همغلته په کابل کې به خاورو ته هم وسپارل شي."

سلیمان لایق
سلیمان لایق

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې د ښاغلي لایق د جنازې او تدفین د مراسمو لپاره یو ځانګړی کمېسیون هم جوړېږي.

سلیمان لایق یو مطرح سیاسي شخصیت هم و او پخوا یې په لوړو دولتي پوستونو کار هم کړی دی، خو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد بریالی باجوړی وايي چې د سلیمان لایق ادبي او فرهنګي هڅې د هغه په سیاسي هڅو رنګینه وي.

XS
SM
MD
LG